د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۶

"د انتخاباتو په ورځ درویشت ملکي او پوځي کسان وژل شوي"


که څه هم د خلکو پراخ ګډون هغه څه و چې د شنبې د ورځې انتخابات یې د افغانستان په تاریخ کې بې ساري وګرځول؛ خو له امنیتي پلوه دا یوه سخته ورځ وه.

که څه هم وسله والو مخالفینو له خپلو ګواښونو سره سره دا انتخابات ګډوډ نشوای کړای؛ خو د دفاع وزارت وايي، په دې ورځ وسله والو مخالفینو څه باندې شپږ سوو او نوي محاربوي تحرکات اجرا کړل.

د امنیتي ارګانونو د تازه ارقامو له مخې د شنبې په ورځ په مختلفو پیښو کې درویشت تنه ووژل شول او یو سلو درې نور ټپيان شول.

د کورنیو چارو او دفاع د وزارتونو د معلوماتو له مخې په وژل شویو کې څلور ملکي کسان، دولس پولیس او اوه د ملي اردو عسکر شامل دي او په ټپيانو کې درې څلویښت ملکي کسان، پنځلس پولیس او پنځه څلویښت د ملي اردو سرتیري دي.

د دفاع وزارت وايي چې، په دې ورځ یو سلو څلور شپیته وسله وال مخالفین هم وژل شوي او دوه اتیا نور ټپيان دي.

د دې وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري وايي چې؛ د مخالفینو حملې په شا وتمول شوې:

"زه تاسو ته ویلای شم چې تېره ورځ دښمن له شپږ سوو نوي څخه زیات محاربوي تحرکات اجرا کړل؛ خو له نیکه مرغه زموږ امنیتي ځواکونو په ډيره میړانه ځواب ورته وویل. دښمن ته یې تلفات ورسول او پری یې نه ښودل چې امنیت ګډوډ کړي. د امنیت په اړه د افغانستان ټول خلک ډاډمن وو."

وزیري وايي چې، د شنبې د ورځې انتخاباتو ته د تېرو اولسو میاشتو راهیسې امنیتي تدابیر پيل شوي وو.

هغه وویل چې، د ملي اردو یو لکو پنځه نوي زره عسکر ټول په دې ورځ د امنیت په نیولو لګیا و او شپیته زره عسکر د انتخاباتو لپاره په اضافي ځایونو کې ځای پر ځای شوي و.

وزیري وویل چې، ټول امنیتي تدابیر خپله افغان ځواکونو نیولي و.

نوموړی وايي ایساف ځواکونو یوازې ځینو سیمو ته د انتخاباتي موادو په لیږلو کې مرسته کړې.

د شنبې د ورځې له انتخاباتو وروسته د کورنیوچارو وزیر محمد عمر داودزي دا انتخابات د امنیتی ځواکونو لویه بریا وبلله:

"زه ستاسو په مخ کې په جریت دا دعوا کولای شم چې؛ د افغانستان د خلکو دښمنان په خًپلې دعوې او دعوا کې ناکام شول او د هېواد اتل ملي ځواکونه مو الحمد الله کامیاب شول."

د کورنیو چارو وزارت په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې ویلي چې؛ د انتخاباتو په ورځ پولیسو یو نوي ماینونه، اولس بوشکې چاودیدونکي مواد او د انتحاري حملې یو واسکټ او نورې وسلې او مهمات نیولي دي.

د اعلامیې له مخې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوه؛ په دې ورځ یو کس چې غوښتل یې ځان وژونکې حمله وکړي؛ ونیول شو او یو بل ووژل شو.

بلخوا د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې په دې ورځ له اویاو ډیر کسان له وسلو، انتحاري واسکټونو او په چاودیدونکو موادو بار موټرو سره نیول شوي دي او په دې توګه له خونړیو پیښو مخنیوی شوی دی.

د دې ادارې ویاند لطف الله مشعل د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې؛ د سیمې استخاباراتو غوښتل چې دې انتخاباتو ته امنیتي ستونزې رامنځ ته کړي.

هغه وویل چې، د انتخاباتو په ورځ او تر هغې مخکې د ډیورڼد د کرښې اخوا د پاکستان له خاورې د افغانستان په سرحدي پوستو حملې وشوې:

"د انتخاباتو په ورځ او د انتخاباتو په شپه د ډیورنډ له کرښې نه له اخوا سیمو نه د افغانستان په سرحدي ځواکونو او په ولسي ساحو باندې راکټونه؛ توغندي او د هاوانونو مرمۍ وتوغول شوې چې؛ له نیک مرغه د نیول شویو تلفاتو له امله یې تلفات ډېر کم و. له بد مرغه د سیمې استخباراتي کړیو غوښتل چې دا انتخابات ناکام وښيي."

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون چارواکو له امنیتي ارګانونو مننه کړې چې د انتخاباتو یې له توقع ډير ښه امنیت نیولی و.

د ځینو کتوونکو په باور دې انتخاباتو پر افغان ځواکونو د خلکو او نړیوالې ټولنې باور زیات کړ.

خو د دوی په باور وسلوال مخالفین هم تل دې ته چمتوي وي چې د افغان ځواکونو خلاوې پیدا او بیا ترې د خپلو حملو لپاره کار واخلي.
XS
SM
MD
LG