د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۳

محسني: رارسېدلي شکایتونه به د اسنادو له مخې څېړل کیږي


په افغانستان کې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو له انتخاباتو څخه یوه ورځ وروسته د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي؛ چې یو زرو دوه سوه نهه شپیته انتخاباتي شکایتونه ورسیدلې دي.

د دې کمیسون ویاند نادر محسني د یکشنبې په ورځ د یوې خبري غونډې پرمهال وویل چې؛ په دې شکایتونو کې یې څه باندې زر د ټلیفون له لارې شوي.

خو هغه وویل چې، یوازې یوسلو دوه شپیته شکایتونه له اسنادو سره دې چې؛ همدا به څېړل کیږي.
ښاغلي محسني عمده شکایتونه داسې بیان کړل:

"د دغو شکایتونو په منځ کې چې درج شوي او هغه اطلاعات چې موږ ته را رسېدلي؛ په ټول هېواد کې د انتخاباتې مرکزونو کموالی؛ د رای ورکوونې د بهیر له پای ته رسېدو وړاندې د رای پاڼو خلاصېدل؛ د ځینو کاندیدانو د ناظرینو له خوا د رای ورکوونکو تشویق د یوه ځانګړي کاندید په ګټه؛ د یوشمېر کسانو له خوا د رایې ورکوونې مرکزونو ته د خلکو نه پرېښودل او د یوشمېر غیر مسوولو کسانو له خوا د صندوقونو ډکول شامل دي."

ښاغلي محسیني وویل چې، د حمل د ۱۶ نیټې انتخابات په امن او د خلکو په پراخ ګډون ترسره شول.

وروسته له هغې چې د شنبې په ورځ د رایې ورکولو په ځینو مرکزونو کې درای پاڼې خلاصې شوې د انتخاباتو کمیسون د خلکو او یو شمېر کاندیدانو له شدیدو انتقادونو سره مخامخ شو.

د انتخاباتو په ورځ د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون مشر عبدالستار سعادت هم آزادي راډیو ته وویل؛ چې دا ستونزه دا شک راپيدا کوي چې؛ ځینې صندقونه خو به مخکې له مخکې نه وي ډک شوي.

په عین حال کې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ویاند نادر محسني د یکشنې ورځې په خبرې کنفرانس کې وویل چې؛ په دې اړه به جدي څیړنه وکړي.

ښاغلي محسني وویل چې، ټول خلک کولای شي چې، د رایې ورکولو له پای ته رسېدو وروسته تر اته څلویښتو ساعتونو پورې دوی ته خپل شکایت ورسوي:

"د قانون له احکامو سره سم د رای ورکوونې له ورځې څخه ۴۸ ساعته وروسته زموږ هېواد وال کولای شي چې؛ خپل شکایتونه دهېواد په بیلابیلو برخو کې د انتخاباتي شکایتونو کمیسون په دفترونو کې ثبت کړي؛ موږ اوس مهال د قانونو له احکامو سره سم په رسمي ډول د شکایتونو د اخیستلو په مرحله کې یو."

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په وینا؛ د حمل د ۱۶ نیټې په انتخاباتو کې نژدې ۷ میلیونو وګړو د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې رایه ورکړه.

د ریپوټونو په اساس په دې انتخاباتو کې د ښځو ونډه هم پراخه وه.

ټاکل شوې چې، دغو انتخاباتو لومړني پایله د ثور په څلورمه اعلان شي.

راپور: ناجیه ساپۍ
XS
SM
MD
LG