د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۷

رسول: د انتخاباتو د کمېسیون وروستۍ پریکړې ته درناوي لرو


د جمهوري ریاست یوه کاندید ډاکټر زلمي رسول په انتخاباتو کې د خلکو پراخه ونډه وستایله او زیاته کړه چې؛ انتخاباتو خپلواک کمېسیون باید د خلکو رایو ته احترام وکړي.

نوموړی د یکشنبې په ورځ یوه خبرې کنفرانس ته په خبرو کې وویل؛ چې ۱۳۹۳ لمریز کال د انتخاباتو د نتیجې په اړه باید وار له مخه قضاوت ونه شي.

خو ښاغلي رسول زیاته کړه، چې د انتخاباتو نتیجه په هغه صورت کې مني؛ څو اکثرو خلکو ته د قناعت وړ وي.

"که چېرې زموږ انتخابات یو مشروع انتخابات وي او په هغه کې د افغانستان د خلکو اکثریت رایو ته د احترام په سترګه کتل شوي وي؛ په دې کې شک نشته چې موږ به ورته احترام وکړو او خلک به دې ته تشویق نه کړو چې ما انتخابات نه دي ګټلي نو تاسې ستونزې جوړې کړﺉ؛ ځکه دا د افغانستان د ملي ګټو په خیر نه دی؛ خو دومره وایم چې باید د انتخاباتو کمېسیون، تراخره کوښښ وکړي چې، په دې انتخاباتو کې د افغانستان د خلکو مشروع رای حساب کړي."

د جمهوري ریاست انتخاباتو ته اته تنه کاندیدان دي چې؛ زلمی رسول یې یو له مطرحو څخه دی.

تر دې مخکې د جمهوري ریاست دوو نورو کاندیدانو ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله اندیښنه څرګنده کړې وه؛ چې په ځینو مرکزونو کې ولې د رای ورکولو له پروسې څو ساعته وروسته د رايې پاڼې خلاصې شوې وې.

ښاغلي غني ویلي، چې په دې اړه باید څیړنې وشي.

ښاغلي رسول هم وویل چې، د شنبې د ورځې په انتخاباتو کې ځینې ستونزې وې:

"په دې کې شک نشته تېره ورځ په ځینو ځایونو کې ستونزې وې؛ چې البته دغه ستونزې به د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ته وسپارل شيګ بیا وروسته د هغوی مسوولیت دی چې، دغه مشکلات وڅیړي او متوجه دې شي، د افغانستان د خلکو له رایو سره خیانت ونه شي."

ښاغلي رسول دا ونه ویل، چې د ترسره شویو انتخاباتو په کومه برخه کې ستونزې وې.

همداراز زلمي رسول هغه آوازې هم رد کړي چې؛ له انتخاباتو مخکې ځينو کاندیدانو ویلي وو؛ چې د نوموړې ټيم یو حکومتي ټيم دي.

راپور: مرضیه احمدزۍ
XS
SM
MD
LG