د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۹

تندر قول اردو: پاکستان غوښتل ټاکنې ګډې وډې کړي


د پکتيا امنيتي ځواکونو په يوه خبري ناسته کې وويل چې پاکستان د تېرې ورځې دولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې ګډوډولې، خو په خبره يې چې امنيتي ځواکونو کلک امنيتي تدابير نيولي وو.

که څه هم ټاکنې په ټول افغانستان او سوېل ختيځ زون کې د ډاډمن امنيت په فضا کې ترسره شوې، خو د دې زون امنيتي ځواکونه وايي چې؛ ګاونډي هېواد پاکستان يې په سرحدي ولايتونو کې د ټولټاکنو ګډوډۍ هڅه وکړه.

د سوېل ختيځ زون له پاره د ۲۰۳ تندر قول اردو قومندان او د پکتيا ولايت امنيه قومندان، د ملي امنيت منسوبينو په يوه خبري ناسته کې وويل چې؛ تېره ورځ يې تر امنيت لاندې ساحو کې پاکستاني ملېشو د ټولټاکنو د پروسې ګډوډولو هڅه وکړه.

دوی په دې خبري ناسته کې وويل، سره له دې چې وسله والو او د پاکستان ملېشې ځواکونو د انتخاباتو د پروسې ګډوډولو پوره هڅه وکړه؛ خو په خبره يې په ډېر برياليتوب او د ډاډمن امنيت په فضا کې يې ټاکنې ترسره کړې او په تېرو دوو ورځو کې يې له ۲۰۰ زيات سړک غاړي ماينونه شنډ کړي دي.

د ۲۰۳ تندر قول اردو قومندان محمد شريف يفتلي په دې خبري ناسته کې وويل چې؛ دوی په افغانستان کې د انفجاريه موادو د توليد فابريکه نه لري؛ چې وسله وال يې د دوی پر ضد وکاروي او پاکستان په دې کې مستقيماٌ لاس لري :

”دا ښکاره ده، د خوست په ځاځي ميدان ولسوالۍ باندې توپچي بريدونه او همدا ډول د پکتيکا په شکين ولسوالۍ باندې د ملېشو بريد او د پاکستاني او افغان طالبانو ترمنځ په ګيان ولسوالۍ کې وسلواله نښته،چې له هغه لوري يې پاکستاني طالبانو سره مرسته کېده او په افغان طالبانو توپچي وارونه کېدل، دا په خپله مداخله ده او بله خبره دا چې په افغانستان کې خو موږ د انفجاريه موادو د توليد فابريکه نه لرو،دا مواد چې د جمعې له ورځې راوروسته مو ۲۰۰ ماينونو څخه زياتو ته انفجار ورکړی، له کومه شول فابريکه يې په پاکستان کې ده په افغانستان کې خو نه ده، له دې نور ښکاره ثبوتونه پيدا کېدلی شي.“

نوموړي دا هم وويل چې د دوی سرتېرو د سر په بيه په ځينو ځايونو کې د خلکو امنيت وساته او خلکو په زړورتيا سره خپله رايه وکاروله.

په دې خبري ناسته کې د پکتيا امنيه قومندان مل پاسوال زلمي اورياخېل وويل پرته له دې چې وسلوالو کومه لاسته راوړنه نه لرله، تلفات يې هم ليدلي دي.

”غير له دې چې څه لاسته راوړنه يې نه لرله تلفات يې وليدل،خپله د پکتيا په ولايت کې شپږ کسه يې وژل شوي دي، تقريباٌ اته نهه کسه زخميان دي، دا زموږ له پاره لويه لاسته راوړنه ده چې هم له دښمن سره جنګ وکړ، هم مو انتخابات په سمه توګه ترسره کړل، باوجود د دې چې دا يو سرحدي ولايت دی."

دا خبري ناسته په داسې حال کې ورغوښتل کيږي چې تېره ورځ د پکتيا ولايت په لرو پرتو او مرکزي ټولو سيمو کې ټاکنې په ډېره ډاډمنه فضا کې ترسره شوې او د سيمو خلکو له امنيتي ځواکونو څخه خپله خوښي څرګندوله.
XS
SM
MD
LG