د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۹

د افغانستان د انتخاباتو په اړه د بهرنیو ورځپاڼو تبصرې




زیات شمېر لویدیځو او نړېوالو ورځپاڼو د افغانستان د شنبې د ورځې تاریخي انتخاباتو په اړه مضمونونه او مقالي خپرې کړي او په ډېرو کې د افغان رايې ورکوونکو عکسونه چاپ شوي چې؛ په سترو قطارونو کې د رایو مرکزونو کې ولاړ دي او د خپلې راتلونکې د ټاکلو په اړه په صندوقونو کې رايې اچوي.

اېس. اې ټوډې:

امریکا چاپ، يو. اېس. اې ټوډې USA today ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې: "افغان رایې ورکونکي د شخړو له اندیښنو سره سره، د رایو مرکزونو ته روان دي" یو مضمون خپور کړی او په یوه برخه کې یې راغلي:

افغانانو د شنبې په ورځ د طالب وسله والو د ګواښونو خیال ونه ساته او له ۲۰۰۱ کال راهیسې یې د سیاسي قدرت په لومړي انتقال کې فعاله برخه واخیسته.

ورځپاڼه لیکي، ۲۷ کلن افغان محمد حامد چې په دوبۍ کې یې د ماسټرۍ پروګرام ختم کړی او د فراغت مراسمو ته منتظر و؛ دغو مراسمو ته یې صبر ونه کړ او افغانستان ته د رایې ورکولو په مقصد لاړ.

حامد ورځپاڼې ته ویلي، څوک چې رایه نه ورکوي، هغه افغان نه دی. دی وایي، انتخابات د افغانستان په روانو حالاتو او شرایطو کې ډير زیات اهمیت لري.

ورځپاڼې د کابل په لویدیځ کې د ۱۹ کلنې حمیرا هستي خبره راخیستې؛ چې وایی، د امنیتي اندیښنو، په انتخاباتو کې د درغلیو او اداري فساد له اندیښنو سره سره، هر یوه رایه به مثبت اغیز وکړي؛ همدا ځوان نسل به افغانستان جوړوي.

USA today ورځپاڼې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د ویاند نور محمد نور څرګندونې هم خپرې کړې؛ چې وایي، د شنبې د ورځې په انتخاباتو کې د رایې ورکوونکو اکثریت ځوانان دي. په سلو کې شاوخوا ۶۸ رایې ورکوونکي له ۳۵ کالو لږ عمر لري.

ورځپاڼه لیکي، ۲۸ کلن نصرالله محسني وایي، غواړم په خپلې رایي سره د تروریزم پر ضد جګړه وکړم؛ زه به د خپل قلم، تعلیم او خپلې رایې په واسطه مبارزه کوم.

ټایمز آف انډیا:

ټایمز آف انډیا ورځپاڼې هم په پوره تفصیل د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو یعني د شنبې د ورځې د رایې ورکونو په اړه یو مضمون خپور کړی او په یوې برخه کې یې په کندهار ښار کې د ۲۹ کلن سید محمد خبره راخیستې؛ چي وایي:

"زه غواړم له دغه انقلاب سره یوځای شم، غواړم په رایې ورکونې سره خپله ملي دنده پرځای کړم. موږ به په دې توګه په هېواد کې بدلون راولو او نړۍ ته به وښیو چې موږ ډموکراسي غواړو."

ورځپاڼه لیکي، انتخاباتي چارواکو په رایو کې د ۲۰۰۹م کال د جمهوري ریاست د انتخاباتو په څېر پراخو درغلیو د مخنیوي په مقصد، جدي اقدامات تر لاس لاندې نیولي دي.

په بکسونو باندې د کودونو لګول او د رایو په مرکزونو کې د رایې د نتیجو د لیستونو خپرول د درغلیو د مخنیوي لپاره پاخه ګامونه دي.

د ورځپاڼې په باور، د طالبانو خونړی کمپاین د انتخاباتو د کمپاین په جریان کې څرګند شو. د افغانستان په خطرناکو ځایونو کې د رایو مرکزونو ته د زیات شمېر رايې ورکوونکو تلل او د انتخاباتو بری به پر طالبانو یو سخت ګزار وي.
XS
SM
MD
LG