د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۵

په کابل کې خلک رایه ورکولو ته په کتار ولاړ دي

په افغانستان کې د جمهور ریاست او ولایتي شوراګانو انتخابات پیل شول. د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رییس یوسف نورستانی د کابل د حبیبې په لیسې کې د رایې ورکولو مرکز ته ولاړ او هلته یې رسماً دغه پروسه پیل کړه. ښاغلي نورستاني له خلکو وغوښتل، چې له موجودو ستونزو سره سره د رایې مرکزونو ته ولاړ شي: ″له خپلو ټولو شریفو خلکوغواړم، چې د هوا له موجودو ستونزو سره چې د هېواد په ځینو سیمو کې د باران اټکل شوی دی او ښايي هوا سمه برابره نه وي، له کوره راووځي او رایه ورکړي.″ ښاغلي نورستاني وویل، چې په دې انتخاباتو کې له دوه رنګو کار اخیستل کیږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG