د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۸ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۲۳

"افغانستان ته شا مه اړوی"


فارن پالیسې خپرونې د افغانستان په اړه یوه مقاله خپره کړې، چې عنوان يې دی.( افغانستان ته شا مه اړوی ).او فایننشیل ټایز د افغانستان په انتخاباتو تبصره کړې ده.

خپرونه لیکي: ۲۰۱۴ د افغانستان لپاره یو مهم کال دی. د ولسمشري دا انتخابات به د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د واک سوله ییز انتقال ته زمینه برابره کړي.

نړېوال ځواکونه د روان میلادي کال په پای کې له افغانستانه د وتلو پلان لري او د دې هېواد ټول امنیتي مسولیتونه افغانان امنیتي ځواکونو ته سپارل کیږي.

د فارن پالیسي په وینا دا اوس په افغانانو پورې اړه لري چې ځانونه د کلونو اوږدو شخړو له ګردابه وباسي او کنه.

خپرونه زیاتوي دا چې لویدځ هېوادونه کولای شي له افغانستان مخ واړوي، دا یو خطرناک برداشت دی.

د مطلب د لیکونکي په وینا دا تاثر د میلیونونو بې ځایه شوو او جګړه ځپلو افغانانو لپاره هم خطرناک دی ځکه چې په افغانستان کې د فقر او بې ثباتي لمن اوس ټولې جنوبي اسیا ته غزیدلې ده.

فارن پالیسي لیکي، له افغانستانه د نړېوالو ځواکونو له وتلو سره سم باید له دغه هېواد سره ملکي مرستې او ملاتړ زیات شي.

د خپرونې په وینا که څه هم چې افغانستان په تیره لسیزه له زیاتو چیلنجونو سره لا س او ګریوان خو دې هېواد په ځینو مهمو برخو چې د خلکو په ورځني ژوند اغیز لري،پرمختګونه هم کړي دي.

فایننشیل ټایمز د افغانستان د انتخاباتو په اړه لیکي:

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسون، یو شمېر دیپلوماټان او کارپوهان په دې باور دي چې دا پروسه به د تیرو په مقایسه ښه ترسره شي.

د فایننشیل ټایمز په وینا دا څرګندونې د زرګونو افغاني څارونکو او د رايي ورکولو په مرکزونو کې د کاندیدانو د شاوخوا دوه نیم زره استازو د موجودیت په استناد کیږي.

خو د مطلب د لیکونکی وايي په داسې یوه هیواد کې چې بنسټیزه رغونه په کې نه ده شوې او د ګڼشمیر سیمو امنیت يې خوندي نه دی، ریښتینۍ وضیعت له هغه څه ډیر خراب دی چې د کابل په تالارونو او سفارتونو کې يې تصور کیږي.

فایننشیل ټایمز لیکي د رایي ورکولو له ۷ زره او شل مرکزونو څخه به په سلو کې لس تړلي پاتي وي او ددې امکان هم شته چې د انتخاباتو په ورځ دا شمیره لوړه شي.
XS
SM
MD
LG