د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۱

خوست:بمي چاودنې د تڼیو ولسوالۍ جنايي مدیر وواژه



نجیب الله الوخېل

د جمعې په ورځ شاوخوا درې بجې د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ په یوه ټاکنیزه حوزه کې، چې د نریزې کلي په جامع جومات کې جوړه شوې وه، د بمي چاودنې له کبله د تڼیو ولسوالۍ جنايي مدیر او یو تن ملکي وګړی وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.


د تڼیو ولسوالۍ مسوولین وايي، چې ټاکنیزه حوزه د انتخاباتو د موادو تر ځای پر ځای کولو وړاندې کتل شوې وه، خو بیا هم مخالفین توانیدلي ول، چې د جومات په منځ کې یو غټ ماین ځای پر ځای کړي، چې د چاودنې له کبله يې د تڼیو ولسوالۍ جنايي مدیر او یو تن ملکي وګړی ووژل شول او درې تنه نور چې دوه يې پولیسان ول ټپیان شوي دي.

د یادې پيښې په تړاو د تڼیو ولسوال جاوید جوشان مشال راډیو ته وویل، چې پېښه د یادې ولسوالۍ د نریزې سیمې په یوه جومات کې ترسره شوې ده.

د ولسوال په وینا په دې پيښه کې د ولسوالۍ جنايي مدیر معروف، یو تن ملکي وګړی وژل شوي او دوه نفره پولیس او یو تن ملکي وګړی ټپیان شوي دي.

د جمعې په ورځ دا دویمه پيښه وه، چې د تڼیو په امن لرونکې ولسوالۍ کې رامنځته شوه، په لومړنۍ پېښه کې چې د ولسوالۍ په ودانۍ کې ترسره شوه، د یو تن پولیس افسر له خوا د اسوشیتید پرېس اژانس دوه ښځینه خبریالانې تر برید لاندې راغلي، چې په کې المانۍ خبریاله ووژل شوه او کاناډايۍ خبریاله سخته ټپي شوه.

په تڼیو کې د رامنځته شویو پيښو مسوولیت کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې سبا دشنبې په ورځ به د افغانستان خلک په ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې برخه اخلي او په دې سره به په لومړي ځل په افغانستان کې په سوله ییزه توګه د قدرت انتقال ترسره کیږي.
XS
SM
MD
LG