د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۶

چارواکي: په خوست کې پر خبريالانو د بريد څېړنه کوو


نن د جمعې په ورځ له غرمې مخکې نږدې یوولس بجې د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ په سیمه کې د یو تن افغان پولیس له خوا پر دوو بهرنیو ښځینه خبریالانو برید شوی، چې له کبله يې یوه تنه وژل شوې او دویمه هم سخته ټپي شوې ده.

تڼي د خوست ښار په سویل کې پرته ولسوالي ده، چې د شمالي وزیرستان سره په اوږدو ګډه پوله لري، او د نوموړي ولایت په امن لرونکو سیمو کې راځي.

د خوست ولایت چارواکي د یادې پيښې د تائید تر څنګ ازادۍ راډیو ته وايي، چې نوموړو دواړو ښځینه خبریالانو اسوشیتید پرېس(AP) خبري اژانس سره یو تنې د عکاسې او بلې هم د خبریالې په توګه کار کاوه، چې د نقیب الله په نوم د تڼیو ولسوالۍ د پولیسو د یو تن بلوکمشر تر برید لاندې راغلې، نقیب الله اصلاً د کابل شمال لوري ته پروان ولایت د غوربند د درې اوسیدونکی دی، چې یاده سیمه په شمالي ولایتونو کې د ناامنه سیمو په قطار کې راځي.

د دوی د مالوماتو تر مخې وژل شوې خبریاله انده نیدرینګ ګوس نومېده، چې شاوخوا پنځوس کاله عمر يې لاره او د المان هېواد اوسیدونکې وه او ټپي شوې خبریاله د کاناډا هېواد اوسیدونکې، کیتي ګانن نومیږي، چې د AP خبري اژانس په مشهورو خبریالانو کې حسابیږي.

د خوست د ولایت مقام مطبوعاتي مسوول او ویاند مبارزمحمد ځدراڼ ازادۍ راډیو ته وویل، چې نوموړې بهرنۍ خبریالانې د پنجشنبې په ورځ خوست ولایت ته په دې نیت راغلې وې، چې په ځانګړي ډول د خوست لیرو پرتو ولسوالیو او سیمو ته د ټاکنیزو مرکزونو د موادو او تخنیکي وسائیلو د لېږد بهیر له نږدې وویني او د حمل د ۱۶ مې نیټې په ټاکنو کې د خوست د خلکو د ونډې په اړه خپلو رسنیو ته رپوټونه چمتو کړي:

"نن د ورځې په لسو بجو او پنځه څلویښتو دقیقو د تڼیو ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ په تالار کې دوه تنه بهرنۍ ژورنالیستې هغه مهال د یو پولیس افسر له خوا د ډزو لاندې راغلې، چې کله هم دوی د ولسوال او امنیه قوماندان سره د مرکې په کولو بوخت ول او ضمناً يې نیت لاره چې د پولیسو او امنیتي ځواکونو په همکارۍ باندې د ولسوالۍ نورو سیمو ته هم لاړې شي او هلته د شنبې ورځې د ټولټاکنو په تړاو د عامو خلکو سره مرکې وکړي.

دغه پيښه د یو افغان پولیس له خوا چې نقیب الله نومیږي رامنځته شوې ده، نوموړی په یاده ولسوالۍ کې د یو بولوک قوماندان وو، بریدګر هم نیول شوی او دوی رسماً تحقیقاتو ته پیژندل شوي، چې مالومه شي دا پيښه د کومو علتونو له مخې رامنځته شوې او انګیزه يې څه ده؟؟"


د خوست د ولایتي روغتون رئیس ډاکټر عبدالمجید منګل ازادۍ راډیو ته وویل، چې د وژل شوې خبریالې د مړي جسد او ټپي شوې خبریاله ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ده د مالوماتو تر مخې کاناډايي خبریاله کیتي ګانن د دواړو لاسونو په برخه کې ژور ټپونه لري، خو هغې د ټټر په ښې اړخ کې هم مرمۍ خوړلې دي.

ډاکټر عبدالمجید منګل وړاندې وايي، چې کاناډايي خبریالې د مرګوني حالت څخه نجات موندلی او اوسمهال يې روغتيايي حالت د ډاډ وړ دی.

د خوست خبریالانو هم ازادۍ راډیو سره په خبرو کې په دواړو بهرنیو خبریالانو وسلوال برید په کلکه وغانده او د جګړې د ښکیلو خواوو يې وغوښتل، چې د خبریالانو د ژوندانه خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.

په خوست کې د سولې پیغام په نوم د یوې سیمه ییزې راډیو مشر زاهدشاه انګار:

"په افغانستان کې د ژورنالیستانو اتحادیو، درسنیو او خبریالانو د ملاتړ او خوندیتوب ټولنو په وار، وار د افغانستان له حکومت څخه په ټینګه غوښتنه کړې ده، چې د خبریالانو امنیت او مصونیت ته باید جدي پام وکړي، خبریالان په سختو شرایطو کې د حقیقتونو د موندنې او له خلکو سره يې د شریکولو له پاره کار کوي، تر څو خلک مالوماتو ته لاسرسۍ پیدا کړي، همدا ډول يې د جګړې د ټولو خواوو څخه غوښتي دي، چې د دوی فعالیتونه باید خبریالانو ته ګواښ رامنځته نه کړي."

د یو بل خبر له مخې ناتائید شوي سرچینې وايي، چې شیبه وړاندې په تڼیو ولسوالۍ کې هغه مهال چاودنه شوې، چې د انتخاباتو د موادو کاروان د سیمې څخه د تیریدو په حال کې وو، په دې پيښه کې مرګ ژوبله رامنځته شوې، چې تر اوسه د کومې رسمي سرچینې څخه نه ده تائید شوې، د یادې پيښې پوره جزئیات به وروسته خپاره شي.

نجیب الله الوخېل
XS
SM
MD
LG