د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۰۵

خوست: د پوليسو قوماندان يوه بهرنۍ خبرياله ووژله، بله ټپي کړه


کاناډايۍ خبرياله کیټي ګنن (Kathy Gannon) چې په خوست کې نن ټپي شوه.
د خوست ولايت چارواکو په تڼيو ولسوالۍ کې د يوې بهرنۍ خبريالې پر وژل کېدو او د بلې پر ټپي کېدو خواشيني وښوده.

د دې ولايت مطبوعاتي دفتر په يوه اعلاميه کې وويل، چې دغه پېښه نن سهار څه کم يوولس بجې شوې ده.

اعلاميه زياتوي، په تڼيو ولسوالۍ کې د پوليسو د يوه بلوک قوماندان پر دغو خبريالانو ډزې کړي چې د اسوشېټېډ پرېس اژانس جرمنۍ فوټوژورناليسته انجا نیدرينګاوس (
Anja Niedringhaus) ووژل شوه او د دې اژانۍ کاناډايۍ خبرياله کیټي ګنن (Kathy Gannon) ټپي شوه.

کيټي ګنن د اسوشېټېډ پرېس اژانس يوه پېژندل شوې خبرياله وه. د پېښې د انګېزې په اړه لا څه نه دي ويل شوي.

د خوست ولایت د عامې روغتیا ریاست ډاکټران وايي، چې د ټپي خبریالې روغتیايي وضعیت د ډاډ
وړ دی.

راپورونه وايي دغه خبريالانې د ټاکنو خپلواک کميسيون له کاروان سره تڼيو ولسوالۍ ته ورغلې وې او غوښتل يې له دغو سيمو د انتخاباتو د تياريو په اړه راپور ورکړي.

ويل کېږي د پوليسو دغه قوماندان نيول شوى او تحقيقات ورڅخه کېږي.

په خوست کې دغه پېښه په داسې حال کې کېږي چې څه ټاکل شوې سبا شنبه (د وري پر ١٦ مه) د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو انتخابات وشي.
XS
SM
MD
LG