د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

خوست: يوه بهرنۍ خبرياله وژل شوې بله ټپي ده


د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د اسویشیټډ پریس خبري اژانس یوه خبریاله ووژل شوه او بله ټپي ده.

راپورونه وايي، دغه پېښه نن سهار د ولسوالۍ په ودانۍ کې هغه وخت رامنځته شوه، چې د پولیسو په یونیفورم کې یوتن پر دوی ډزې وکړې.

ویل کیږي، وژل شوې خبریاله پنځوس کلنه انجا نیدرينګاوس (
Anja Niedringhaus) نومېده او ټپي شوې خبریاله کیټي ګنن (Kathy Gannon) نومیږي.

د خوست ولایت د عامې روغتیا ریاست ډاکټران وايي، چې د ټپي خبریالې روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.

په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي..


پخواني:

په افغانستان کې پر دوو بهرنيو خبريالانو ډزې شوي، چې يوه يې وژل شوې بله ټپي ده.


ويل کېږي ډزې هغه وسلوال سړي کړي، چې د پوليسو درېشي يې په تن کړې وه.

دغه پېښه د پاکستان پولې ته څېرمه شوې ده. د ازادۍ راډيو خبريال رحمت الله افغان وايي دغه پېښه په خوست کې شوې ده.

د خوست مطبوعاتي دفتر په يوه اعلاميه کې وويل، چې دغه پېښه نن سهار څه کم يوولس بجې شوې ده.

اعلاميه زياتوي، په تڼيو ولسوالۍ کې د پوليسو د يوه بلوک قوماندان پر دغو خبريالانو ډزې کړي چې د اسوشېټېډ پرېس اژانس جرمنۍ فوټوژورناليسته ووژل شوه او خبرياله کېتي ګانن چې د کاناډا ده ټپي شوه.

راپورونه وايي دغه خبريالانې د ټاکنو خپلواک کميسيون له کاروان سره دې ولسوالۍ ته ورغلې وې او غوښتل يې له دغو سيمو د انتخاباتو د تياريو په اړه راپور ورکړي.


ويل کېږي د پوليسو دغه قوماندان نيول شوى او تحقيقات ورڅخه کېږي.
XS
SM
MD
LG