د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۰

د شنبې د ورځې د انتخاباتو په اړه د نړېوالو ورځپاڼو تبصرې


زیاترو لویدیځو ورځپاڼو په خپلو وروستیو ګڼو کې په افغانستان کې د شنبې د ورځې د انتخاباتو په باب مطالب او مقالې خپرې کړي دي.

والستریت ژورنال ورځپاڼې په انتخاباتو کې د ځوانانو د ونډې پر اهمیت تمرکز کړی او ټایمز بیا په دې پروسه کې د ښځو د رول یادونه کړې ده.

والستریت ژورنال لیکي:

د افغانستان په را روانو انتخاباتو کې د ځوانانو چې د دې هېواد د نفوس له دریو څخه دوه برخې جوړوي، ونډه اصلي رول لوبوي.

ورځپاڼه لیکي:

د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي او په حکومتي ادارو کې د پراخ فساد سره سره د افغانستان ځوانان چې په غیر سابقه ډول له ازادیو او فرصتونو برخمن شوي دي، په راروانو انتخاباتو کې رايي ورکوي.

په انتخاباتو کې د افغانستان د ځوانې طبقې رول ښايي له هغې دودیزې سیاسي بڼې سره چې په قوم اوژبې باندې تکیه کوي، توپیر ولري.


اتلسه کلنې شګوفې چې غواړي یوه ډاکتره شي والستریت ژورنال ته ویلي زه هغه چاته رايي نه ورکوم چې زما د ولایت وي بلکه هغه چا ته رایه ورکوم چې د افغانستان وي.

د ورځپاڼې په وینا په تیرو پینځو کلونو کې میلیونونو افغانانو په ځانګړې ډول ځوانانو ټولنیزو رسنیو فسبوک، ټویټر او انترنت ته چې د انتخاباتي کمپاینونو په لړ کې يې لوی رول لوبولی، لاره پیدا کړه.

د ننګرهار اوسیدونکي ۳۳ کلن نور شاه کاموال چې یو ډاکتر دی والستریت ژورنال ته ویلي د افغانستان د نن ورځې ځوانان یو جلا نسل دي او د هغه په وینا دا ځوانان په تنقیدي فکر او بدلون غوښتونکو مفکورو سمبال دي.


ټایمز ورځپاڼې هم په انتخاباتو کې د ځوان نسل په ونډه تمرکز کړی دی.

ورځپاڼه د یوې ځوانې فعالې مریم وردګ په حواله لیکلي: زیات شمېر کې تعلیم لرونکي ځوانان غواړي په دې پروسه کې داخل وي.

د هغې په وینا ځوانان غواړي خپلې تجربې او اعتماد په داسې برخو کې خرڅ کړي چې ارزښت ولري.

مریم وردګ په دې باور ده چې د راروانو انتخاباتو په کمپاین کې د کاندیدانو تلویزوني مناظرو پراخ رول لوبولی دی.

والستریت ژورنال په خپل یوه بل مطلب کې په انتخاباتو کې د ښځو د رول یادونه کړې ده.
ورځپاڼه لیکي:

د افغانستان ښځې په راروانو انتخاباتو غیر معمولي رول لوبوي.

د انتخاباتو لپاره په ترسره شوو کمپاینونو کې د افغانستان د ښځو رول او مقام د تیر په مقایسه پیاوړی او پراخ دی.

فعالانو والستریت ژورنال ته ویلي په انتخاباتي مبارزو کې د ښځو اوسنی رول د هغه پرمختګ څرګندونه کوي چې په افغانستان د طالبانو د رژیم له نسکوریدو وروسته رامنځته شوی دی.

ورځپاڼې د ښځو د حقونو یوې فعالې ویلي ښځې نور له پامه نشي غورځول کیدلی د هغې په وینا ښځې زیاتې رای لري.
XS
SM
MD
LG