د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۹

پکتيا مشران : په ټاکنو کې درغلي نه منو


په پکتيا کې قومي مشرانو د يوې خبري ناستې په ترڅ کې وويل، چې حکومت بايد په ټاکنو کې له لاس وهنې جدي مخنيوی وکړي او څوک پرېنږدي چې په دې پروسه کې ګډوډي رامنځته کړي.

د پکتيا قومي مشرانو د يوې خبري غونډې په ترڅ کې په حکومت غږ وکړ چې د ټاکنو شفافيت له پاره زمينه سازي وکړي.

د پکتيا قومي مشر حاجي پادشاه خان ځدراڼ په دې خبري ناسته کې له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې ولس پريږدي، خپل سرنوشت په خپله وټاکې او حکومت دې د ولسونو په سرنوشت لوبې نه کوي.

نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل چې د پکتيا ولسونه به د ټاکنو په پروسه کې په لاسوهنه غلي پاتې نه شي او د خپل حق جدي غوښتنه به وکړي :

″حکومت بايد لاسوهنه ونه کړي او کميسون دې، دې ته متوجې وي چې که دوی لاسوهنه وکړي، پکتياوال به غلي پاتې نه شي او د خپل حق ترلاسه کېدو له پاره به جدي مبارزه وکړي او موږ په ټاکنو کې هېڅ ډول درغلي نه منو، ځکه دوی مشکل حل کوي،که جوړوي يې، پردې ږدي چې ولسونه څنګه رايه ورکوي.″

پادشا خان ځدراڼ دا خبرې په داسي حال کې کوي چې دده سره په خبرې غونډه کې د پکتيا يو شمېر قومې مشرانو هم ګډون درلود او په ولس یې غږ وکړ چې د پکتيا امنيتي وضعيت تر پخوا ښه دی او ټول ولسونه بايد د ورې يا حمل مياشتې په ۱۶ نېټه د رايي مرکزنو ته لاړ شي او خپل رايې کارټونه وکاروي، يو تن قومي مشر صوفي حبيب :

″د پکتيا امنيت له پخوا نه ښه دی، موږ له ولسونو څخه غوښتنه کوو چې د رايې مرکزونو ته دې لاړ شي او رايه دې وکاروي، ځکه دا د پکتيا حيثيت ته کار دی او په دې سره د ټولو افغانانو سرنوشت ټاکل کېږي.″

دغه قومي مشران په دغه خبري ناسته کې په داسې حال کې خبرې کوي چې د پکتيا والي او حکومتي چارواکې د ټاکنو د شکايتونو د خپلواک کميسون له لوري په دې تورن شوی چې ګواکې نوموړی د ولسمشرۍ د يو مشخص کانديد په ګټه کار کوي.

راپور – داود تپان – پکتيا
XS
SM
MD
LG