د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۳

"د شنبې په ورځ افغانان د خپل راتلونکي په اړه پریکړه کوي"


د ناټو سرمنشي اندريس فوګ راسموسن د افغانستان د شنبې د ورځې تر انتخاباتو مخکې د کورنيو چارو وزارت په خوله کې ځان وژونکې حمله وغندله.

راسموسن پرون د ناټو په مرکز بروکسل کې د دې تړون د بهرنيو چارو وزيرانو د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې وويل:

″د افغانستان ښځو او نارينه وو ته زما پيغام څرګند دی او هغه دا دی چې د رايو صندوقونو ته لاړ شي.

دا يوازې د دوي حق دي، چې د خپل هېواد د راتلونکې په اړه پرېکړه وکړي.

د افغانستان خلک د خپل راتلونکي په اړه پرېکړه کوي، موږ د افغانستان له حالاتو سره مرسته کوو، د افغانستان تاريخي انتخاباتو ته انتظار باسو چې د شنبې په ورځ ترسره کېږي.″


راسموسن راتلونکې شنبې هغه ورځ وبلله، چې افغانان په کې د خپل راتلونکي په باب مهمه فيصله کوي.

راسموسن د کابل پرونۍ حملې ته په اشارې وويل، چې افغانان دا ډول بريدونو ته، چې د دوي د بېرولو لپاره کېږي، نه تسليمېږي.ده افغانانو ته د ښو او برياليو انتخاباتو هيله وکړه، ويې ويل:

″موږ د برياليو انتخاباتو توقع کوو او هيله لرو چې افغان امنيتي ځواکونه د انتخاباتو په مهمه ورځ د خپل هيواد د نارينه وو او ښځو په ساتنه کې بريالي شي.″

تېره شپه د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو لپاره انتخاباتي کمپاين پای ته ورسېد او د شپې له ۱۲ بجو د انتخاباتو تر ورځې پورې کانديدان د کمپاين اجازه نه لري څو خلک، چې د کانديدانو ويناوې او پروګرامونه يې د هغوي په سترو غونډو کې اورېدلي دي، فکر وکړي او هغه چا ته رايه ورکړي چې د دوي په باور تر نورو غوره دي.

د شنبې د ورځې انتخابات له دې کبله هم ډېر مهم دي چې د افغانستان په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره له يوه منتخب ولسمشر څخه بل ته په سوله ييز او ديموکراتيک ډول واک لېږدول کېږي.

د ناټو سرمنشي وايي، د حملو لپاره د طالبانو له هلوځلو سره سره په افغانستان کې تاوتريخوالي او تشدد په مجموع کې تر تېرو دوو کلونو لږ شوي دي.

دا انتخابات په داسې حال کې کېږي چې د ناټو او امريکا پوځيان له افغانستانه په وتلو دي.

د ناټو سرمنشي وويل، که د افغانستان او امريکا ترمنځ امنيتي موافقه ونه شوه د ناټو او امريکا ټول پوځيان به د سږ کال تر پايه له دې هيواده ووځي.
XS
SM
MD
LG