د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۷

له روسيي سره د ناټو د همکاری ځنډیدل پر افغانستان هم تاثیر لري


د روسيې د بهرنيو چارو وزارت پرون له دغه هېواد سره د ناټو د همکاريو پر ځنډېدو خواشيني څرګنده کړه، ويې ويل چې له دا پرېکړه نه ده مسکو او نه هم د ناټو تړون په ګټه ده .

د ناټو د دې پرېکړې په نتيجه کې افغانستان ته د روسي هيلي کوپترو د رانيولو او مخدرو موادو پر ضد د افغان امنيتي ځواکونو د روزلو پروګرامونه هم لغوه کېږي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وايي، له روسيې سره په پوځي او ملکي برخو کې د همکاريو د ځنډولو په اړه د ناټو پرېکړه د خواشينۍ وړ ده او دا پرېکړه د هيڅ خوا په ګټه نه ده.

د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو د سې شنبې په ورځ د بروکسل په غونډه کې د اوکراين د کريميا د شخړې پر سر له روسيې سره د پوځي او ملکي همکاريو د ځنډولو پرېکړه اعلان کړه او اوکراين ته يې د ځواکونو د لېږلو احتمال مطرح کړ.

د جرمني خبري اژانس ډي پې اې د راپور له مخې د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويندوې د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو د اعلاميې ژبه د هغو کلمو ياد وباله چې د سړې جګړې په دوران کې به کارول کېدې.

په همدې حال کې د روسيې انټرفکس خبري اژانس وايي، چې د ناټو يوه چارواکي پرون ورته وويل، چې د دواړو خواوو د همکاريو د ځنډېدو په نتيجه کې به له روسيې څخه د افغانستان ملي امنيتي ځواکونو ته د روسي هيلي کوپترو د اخيستلو او د روسيې له خوا د مخدرو موادو پرضد د افغان امنيتي ځواکونو د روزلو پروګرامونه هم لغوه شي.

انټرفکس بې له دې چې د ناټو د دغه چارواکي نوم واخلي، د هغه له قوله ويلي چې د ناټو او روسيې د همکاريو د ځنډېدو له کبله د روسيې د روزونکو له لوري د افغانستان، پاکستان او منځنۍ اسيا د مخدرو موادو ضد پرسونل د روزلو پروګرام ځنډول کېږي.

دغه چارواکي همدا راز ويلي، چې ناټو په نورو ادارو او موسسو پسې ګرځي چې د روسيې پرځای دا روزنيز پروګرام هغوي ته وسپاري.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويندوي وايي، چې د ناټو دا پرېکړه به تروريستانو او منظمو جنايتکارانو ته ګټه ورسوي.

د ناټو سرمنشي اندريس فوګ راسموسن مخکې ويلي و، چې د ده هيله دا ده چې د ناټو پرېکړه به په افغانستان کې به د ناټو او روسيې پر ګډو پروژو منفي اغېز ونه کړي.

خو د ناټو يوه بل چګپوړي چارواکي ډي پي اې ته ويلي، چې د ناټو پرېکړه به هم له مخدرو موادو سره د مبارزې عمليات او هم د هيلي کوپترو د ترميم پروژه اغېزمنه کړي.
XS
SM
MD
LG