د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۸ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۰۴

"راځئ چې کډې بار کړو او افغانان خپل کار ته پریږدو"


زیات شمېر لویدیځو ورځپاڼو د افغانستان د انتخاباتو په اړه مضمونونه خپاره کړي او له بېلابېلو اړخونو یي د افغانستان حالات څیړلې دي.

ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې:

راځئ چې کډې بار کړو او افغانان خپل کار ته پریږدو –ترسرلیک لاندې یوه مقاله خپره کړې او په یوه برخه کې یي لیکي:

که چېرې موږ هرڅه پاک او صفا کړو، تاریخ به زموږ درناوی وکړي او افغانان به خپل برخلیک په خپله وټاکي.

د مضمون لیکوال راجرز بویز Rogers Boyes لیکې، د دې اوونۍ قهرمان یا شخصت باید حاجې شاخان وي چې په افغانستان کې یي زموږ خبریال ته ویلي، طالبان دوي ته ګواښونه کوي چې د رایو صندقونو ته به نه ځۍ، خو موږ هغوي ته ځکه غوږ نه نیسو چې یوه رایه هم بدلون راوستی شي.

د ټایمز ورځپاڼې خبریال وړاندې لیکي:

دا د ۲۰۱۴ م کال د ډیرې مهمې پوښتنې یو ډول ځواب دی. داسې پوښتنه چې موږ له افغانستانه د وتلو په درشل کې یو، ایا دا اوږده جګړه مو ګټلې ده؟

د امریکا سیاست والو او ولس د ویتنام د جګړې ماتې منلې وه، خو د هندوکش د غرونو ۱۳ کلنه جګړه د بې ځایه او پیچلو هیلو، ګډوډو ستراتیژیو او ځینو ښو کارونو یوه مجموعه ده او باید په خوښۍ سره ولمانځل شي.

لیکوال لیکي:

جان کري چې په ۱۹۷۱ کال کې د ویتنام جګړې کې جنګیده او دا مهال د بهرنیو چارو وزیر دی، هغه مهال یي ویلې و :

څنګه له یوه سړي څخه پوښتنه کوۍ چې د یوې اشتباه لپاره به وروستی کس وې چې ووژل شي؟ د لیکوال په باور، افغانستان یوه اشتباه نه وه، خو زیاتې اشتباه ګانې په کې شوي دي.

امریکا چاپ فارین پالیسي خپرونې په وروستۍ ګڼه کې: ایا شخړې به د افغانستان په انتخاباتو اغیز وکړي؟ تر سرلیک لاندي یو مضمون خپور کړی او په یوه برخه کې یي راغلي:

که چېرې زیات شمېر افغانان په دې فکر نه وای، چې دا انتخابات له یوه حکومته بل ته د سیاسي واک د انتقال لپاره نه دي، نو په دې اندازه حملې به ورباندې نه کېدلې.

د خپرونې په باور، له انتخاباتو مخکې حملې، د حمل د ۱۶ مې نیټې د انتخاباتو بي لارې کول دي.

د شنبې په ورځ د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پر دفتر باندي حملې او څو ورځې وړاندې په کابل سرینا هوټل خونړۍ حملې او دغه راز په دریمه کارته کې د بهرنیانو په یوه استوګنځای یا میلمستون باندې حملې، نړېوال او افغانان یو شان اندیښمن کړل.

فارین پالیسي خپرونه لیکي:

د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کلونو انتخاباتو مخکې هم حملو زور اخیستی و، خو دا وروستۍ حملې د انتخاباتو په ماشین یا سیستم او څارونکو باندې حملې دي او دغه راز په کاندیدانو، د هغوي په استازو او د انتخاباتو په کارکونکو هم حملې کېږي.

فارین پالیسي خپرونه وړاندې لیکي:

عجېبه خو دا ده چې انتخابات او رايي ورکونې په افغاني ټولنې او سیاسي چاپیریال کې ریښې ټینګي کړي او دا به نور هم پرمختګ وکړي.

خپرونه لیکي:

د افغانستان د راتلونکو انتخاباتو بری به په دې پورې اړه ولري چې افغانان او نړېواله ټولنه د وروستیو حملو پر وړاندې څه ډول چلند کوي.

خپرونه زیاتوي، نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ لیکلې وو، چې له افغانستانه زیات شمېر بهرني څارونکې وتلي او ځینو غیر دولتي سازمانونو خپل کارکوونکې په نا مناسب وخت کې بهر ته د رخصتیو لپاره استولي دي.

فارین پالیسي خپرونه لیکي: هغه افغانان چې له نړېوالو سازمانونو سره کار کوي، د کارپه ځای کې د امنیت په اړه اندیښمن دي، خو له دې ټولو سره سره، افغانان په رایو کې ګډون ته ژمن دي.
XS
SM
MD
LG