د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۹

"د پاکستان په اړه مخکني ګومانونه سم نه وو"


په پاکستان کې د نواز شریف د واکمنۍ په لومړیو کې داسې څرګندیده چې اسلام اباد له کابل سره د خپلو اړیکو د ښه کولو لپاره هڅې چټکې کړي دي.

خو د وخت له تیریدو سره، په ځانګړي ډول په افغانستان کې د انتخاباتو په درشل کې د ناامنۍ پيښو داسې څرګنده کړه، چې مخکني ګومانونه ډير سم نه وو.

افغان چارواکو یو وار بیا پر پاکستاني استخباراتو تور پورې کړ، چې په کابل کې پر سرینا هوټل په وسله واله حمله کې لاس لري.

که څه هم پاکستان داسې ادعاوې تل رد کړي، خو افغان لوري ټینګار کوي، چې اسلام اباد په افغانستان کې د انتخاباتو د پروسې د تخریب هڅې چټکې کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل، چې دوی د افغانستان له لوري د داسې ادعاو په اوریدو خواشیني دي.

خو یو شمېر افغان چارواکي ټینګار کوي، چې پاکستاني کړۍ غواړي چې په افغانستان د انتخاباتو په څير ډيموکراتیکې پروسې په ناکامولو د راتلونکې په اړه د افغانانو خوشبیني له منځه ولاړه شي او یو وار بیا کورنۍ جګړې ته لاره خلاصه شي.

یو شمېر پاکستاني سیاستوال وايي، که د افغانستان له خوا د داسې تور پورې کولو لړۍ ختمه نه شي، د دواړو هېوادونو اړیکې ډير کمزوري کېدلای شي.

متقاعد پاکستاني جنرال محمود شاه ازادۍ راډیو ته وویل:

(د افغانستان حکومت ځان ته ښه لاره پيدا کړې.

له طالبانو سره د ستونزې د حل پر ځای، پر پاکستان تورونه لګوي.

افغان حکومت له ویرې د طالبانو نوم نه شي اخیستلای او پر داسې لویې ستونزې سترګې پټوي.)

د پاکستان صدراعظم نوازشریف د تیرکال په پسرلي کې واک ته ورسید او د خپل دولت د بهرنۍ پالیسۍ د اعلان پر مهال یې وویل، چې له افغانستان سره به صادقانه همکاري کوي.

نواز شریف تیر کال په ډسیمبر کې کابل ته ولاړ او جمهور ریس حامد کرزي ته یې په افغانستان کې د سولې د هڅو د بریالیتوب لپاره د هر ډول همکارۍ لاس ورکړ.

د پاکستان صدراعظم په کابل کې ټينګار وکړ چې:

(د باثباته او یو موټي افغانستان رامنځ ته کېدل د پاکستان تر ټولو لویه غوښتنه ده.)

که چیرې د نوازشریف دې ادعاو ته وګورو او بیا پر اسلام اباد د افغانستان د حکومت وروستي تورونه را واخلو، ضد او نقیض حالت جوړیږي.

په افغانستان کې د سیاسي چارو څیړونکې ودیر ساپي ازادي راډیو ته وویل، کله چې افغان حکومت په کابل کې د پاکستان سفیر احضاروي یعنې دا چې کابل د خپلو ادعاو د اثبات لپاره څرګند شواهد لري:

(په کابل کې د پاکستان سفیر ور وغوښتل شو او د پاکستان نوم په څرګند ډول واخیستل شو.

دا څرګندوي چې د افغانستان حکومت په وروستیو حملو کې د پاکستان د لاس درلودلو په اړه کره شواهد لري.)

ښاغلي ساپي وویل، د افغانستان حکومت پخوا هم پوهیده چې پاکستان په یو شمېر وسله والو حملو کې لاس لري خو سترګې يې پټولې او نه یې غوښتل چې خبره ډیره څرګنده شي.

خو جمهور ریس کرزي پوهیږي چې محدود وخت به په قدرت کې وي نو غواړي چې په زغرده په دې اړه خبرې وکړي او ځان ته زیات محبوبیت وګټي.

پاکستانی ژورنالیست رحیم الله یوسفزی وايي، چې د افغانستان حکومت لا هم د ځان د کمزوري د پټولو لپاره پر نورو هیوادونو تورونه پوري کوي:

(کله چې یو حکومت کمزوری وي، پر نورو تور لګوي.
په پاکستان کې هم دا دود شته، کله چې حملې وشي د هندوستان او افغانستان یادونه کېږي. زما په باور، اول باید څيړنه وشي او بیا ادعا وشي.)

خو په پاکستان کې یو بل مېشت ژورنالیست سمیع یوسفزی وايي، په افغانستان کې انتخابات را روان دي، حساس وخت دی او د پاکستان د حکومت دننه یو شمیر کړۍ به هڅې کوي چې دا پروسه تخریب کړی.

د سمیع یوسفزي په وینا، د افغانستان امنیتي ځواکونه د داسې سترې پروسې د امنیت ټینګولو توان نه لري.
په افغانستان کې د سیاسي چارو د یو شمیر کارپوهانو په باور زیات افغانان پوهیږي چې د امنیت او ثبات یوازې یوه لاره ورته پاتې ده او هغه په انتخاباتو کې د زیاتو خلکو ګډون دی.

د سیاسي حالاتو یوې څيړونکې او د ولسي جرګې غړې شکریې بارکزي ازادي راډیو ته وویل: افغانستان د نجات یوه لاره لري او هغه انتخابات دي.

په افغانستان کې د جمهوري ریاست انتخابات د اپریل په پينځمه کېږي.

جمهوري ریاست ته ټولو کاندیدانو ویلي چې له پاکستان سره به د افغانستان ملي ګټو پر بنا، د همکارۍ اړیکې ټينګوي.

که په افغانستان کې انتخابات دوهمې دور ته معطل نه شي، سږدوبی به د دې هیواد نوی حکومت په کار پيل کوي.

نواز شریف تیرکال د پاکستان صدراعظم وټاکل شو او څه باندې څلور کاله به په قدرت کې پاتې کېږي.

ایا دا به کافي وخت وي چې د دواړو ګاونډیو هیوادو حکومتونه په خپلو کې مرد او نامرد معلوم کړي او که به د تورپورې کولو او ادعاوو دا لړۍ جاري پاتې شي؟
XS
SM
MD
LG