د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۵

خوست:د قضیو د ثبت او لېږلو پروګرام د شفافیت لامل شوی


نجیب الله الوخېل
د خوست ولایت د کشفي عدلي او قضايي ادارو چارواکي وايي، چې په نوموړو ادارو کې د قضیو د ثبت او لېږلو د پروګرام د پیل وروسته نه یوازې د دوسیو د اجراء په کار کې چټکتوب رامنځته شوی، بلکې په دې سره په کارونو کې د درغلیو مخنیوی شوی، د شفافیت رامنځته کولو او د قانون پلي کیدو ته هم زمینه برابره شوې ده.

د قضیو د ثبت او لېږلو پروګرام مشر محمد نعیم دولتزی مشال راډیو ته وايي، چې په دې پروګرام کې د مظنون کس له ګرفتاري بیا د محاکمو د حکم تر اعلان پورې ټول بهیر په ښه ډول درج کیږي او په دې سره اړوندې ادارې هم موظفې ګرځي تر څو خپل اجراات د قانوني مودې په دننه کې سرته ورسوي:

“دا یو برښنايي یا الکټرونیکي سیسټم دی، چې ټول مالومات به په کې خوندي وي او بشپړ به وي، د یو مظنون یا شک لاندې کس د هغه په اړوند مالومات د ګرفتاری له حالت څخه بیا تر سترې محکمې او محبس پورې ټول مالومات په شفاف او روڼتیا سره پر مخ ځي.

په ورته توګه د دې سیسټم یوه ځانګړتیا داده، چې ډېر چټک دی او قانومندي يې په دې کې ده، چې هرې ادارې سره د افغانستان د قوانینو مطابق ټاکلي وخت تعین شوی دی، چې باید د هغې په رڼا کې اجراات ترسره شي او کچېرته د اجرااتو څخه ټاکلی وخت تېر شي، دغه سیسټم موږ ته یو الارم راکوي، چې وخت مو پوره شوی ده.”

خوست والي عبدالجبار نعیمي وايي، چې د قضیو د ثبت او لېږلو پروګرام یوه ښه ځانګړنه داده، چې د هغو کسانو د تهمتونو مخه نیول کیږي، چې د خپلو ګناهونو د پټولو له پاره کشفي، عدلي او قضايي ادارې ملامتوي، همدارنګه په دې سره د یادو ادارو په منځ کې همغږي منځته راځي:

“دا یو مهم پروګرام په دې مانا دی، چې هغه څوک چې په خپلو جرمونو اعتراف نه کوي، په خپلو جرمونو د پټولو له پاره په ادارو باندې تهمتونه لګوي، په دغه سیسټم کې هغه ټول له منځه ځي، هر څه چې وايي بې اساسه دي، په دې سیسټم کې کشفي، عدلي او قضايي ادارې سره همغږي کیږي او ادارو ته یو بنسټ او چوکاټ جوړوي.”

د خوست د مرافعه څارنوالۍ رئیس محمدشعیب ثابت د نوموړي پروګرام د اغېزمنتوب په تړاو وویل، چې د دې پروګرام په پلي کولو سره د قانون ماتونکي او بې ګناه کس ښه توپیر کیږي او د قانون تطبیق ته زمینه برابریږي:

“کله چې یوه جرمي پيښه رامنځته کیږي، د هغې تهداب د کشفي ادارو نه که پولیس دي، ملي اردو ده او که ملي امنیت اداره ده، تهداب دې قضیې د دوی نه شروع کیږي، ځکه دوی ګرفتاري کوي او بیا د تحقیق له پاره څارنوالۍ او د حکم له پاره محکمې ته لېږل کیږي، که چیرې موږ دا پروسه او کاري پروسیجر په مسلکي ډول مخته بوځو، نو انشاالله له یوې خوا به قانون تطبیق شي او له بلې خوا هغه څوک چې مرتکب دې کیږي، هغه به ازاد ونیول شي او هغه څوک چې بیګناه وي هغه به خلاصیږي.”

د یادونې وړ ده، سره له دې چې په دې وروستیو کې د کشفي، عدلي او قضايي ادارو په چارو کې د شفافیت او ښه والي یادونه کیږي، خو لا هم ډېر شمېر خلک خپلې قضیې د قانوني ادارو پر ځای د عرف او رواج په رڼا کې حلوي او وايي، چې د حکومت په چوکاټ کې د قضیو پر حل له ټاکلي وخت زیاته موده تیریږي.
XS
SM
MD
LG