د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۷

بروکسل کې د افغانستان د امنیت په اړه خبرې کیږي


د ناټو او د ايساف په ماموريت کې د شاملو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران نن د بلجيم په پلازمينه بروکسل کې د افغانستان په اړه خبرې کوي.

د بهرنيو چارو وزيران به په غونډه کې د افغانستان پر امنيتي وضعيت او د روان میلادي کال په پای کې د ناټو د محارب ماموريت د پای ته رسيدو پر څرنګوالي خبرې وکړې.

دا غونډه په داسې حال کې جوړه شوې چې؛ د شنبې په ورځ په افغانستان کې د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو انتخابات ترسره کېږي.

د ناټو چارواکو د دغو انتخاباتو لپاره د افغان امنيتي ځواکونو هڅې چې له ناټو يي د امنيتي چارو بشپړ مسوليت په غاړه اخيستی ستايلې او ويلي يي دي، دغو ځواکونو په يواځې سر تر اوسه د وسله والو طالبانو حملې شنډې کړي او کولای شي چې د انتخاباتو په ورځ هم خلکو ته ډاډمن امنيت تامين کړي.

د ناټو او ايساف د غړيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران نن د کابل په وخت په درې بجو غونډه پيلوي، چې د نتيجې په اړه به يي وروسته د ناټو سرمنشي اندريس فوګ راسموسن خبريالانو ته معلومات ورکړي.

په افغانستان کې د نړېوالو امنيتي مرستندويه ځواکونو په ماموريت کې د ناټو اته ويشت او د ايساف يوويشت غړي هېوادونه ګډون لري.

ناټو له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د خپل ماموريت د دوام لپاره د يوه قانوني چوکاټ غوښتونکې دي.

خو ناټو ويلي، چې که د کابل او واشنګټن ترمنځ امنيتي تړون لاسليک نه شي ناټو به هم په افغانستان کې پاتې نه شي.

د ناټو او روسيي ترمنځ د پوځي او ملکي همکاريو ځنډول

د يادونې وړده، چې د ناټو د بهرنيو چارو وزيران نن پرله پسې دوهمه ورځ ده چې خبرو ته دوام ورکوي.

پرون د بهرنيو چارو وزيرانو د اکراين پر حالاتو خبرې وکړي او په دې هېواد کې د روسي د پوځي مداخلې په خاطر يي د ناټو روسيي د شورا په چوکاټ کې ټوله پوځي او ملکي همکاري وځنډوله خو د ناټو سرمنشي اندريس فوګ راسموسن د دغو اقداماتو د اعلان په مهال وويل، چې دوي هيله من دي چې د افغانستان په اړه د ناټو او روسيي ترمنځ ځيني پروژې دوام وکړي.

په دغو پروژو کې د ځواکونو د ترانزيت، د هيلکپټرو او د مخدره موادو ضد هڅو پروژې شاملې دي، خو نن څو شيبې مخکې د ناټو يوه لوړ رتبه چارواکي وويل، چې هغه پروژې چې د ناټو او روسيي د شورا په چوکاټ کې شاملي دي ټولې ځنډول شوي دي. د دغه چارواکې په وينا د هيلکپټرو او د مخدره موادو ضد هڅو پروژې شاملي دي.

دغه چارواکي وويل، چې ناټو په دې برخه کې پر نورو لارو چارو غور کوي.

هغه يواځې د ترانزيت مساله استثنا وګڼله او و ويي ويل، چې دا د ناټو او وروسيي د شورا له چوکاټه بهر موافقه ده چې روسيي يي ملاتړ کړي او په کې د سيمي نور هېوادونه هم دخيل دي.

ګرجستان:

د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو څو شيبې مخکې د ناټو ګرجستان د کميسيون غونډه چې شاوخوا اته سوه عسکر يي په افغانستان کې د ناټو د مامورت په چوکاټ کې خدمت کوي، پرانیستله.

د ناټو سرمنشي اندريس فوګ راسموسن په پرانیستونکې وينا کې ګرجستان د ناټو يو مهم شريک ياد کړ او ويي ويل، چې تبليسي د ډموکراسي د پراختيا په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

هغه په افغانستان کې د تبليسي د پوځي همکاري ستاينه وکړه او ويي ويل. چې ګرجستان غواړي د ۲۰۱۵ کال له پيله په افغانستان کې د ناټو په ماموريت کې شريک پاتې شي.

ناټو غواړي چې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته په افغانستان کې د افغان ځواکونو د روزنې، مشوري ورکولو او ملاتړ ماموريت ته دوام ورکړي.
XS
SM
MD
LG