د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۱

د امریکا سنا له اوکرایین سره د مرستو لایحه تصویب کړه


د امریکا د استازو جرګې یوه داسې لایحه تصویب کړې، چې له اوکرایین سره مرسته او د کریمیا د مسالې په تړاو پر روسیې بندیزونه په کې شامل دي.

دغه لایحه د سې شنبې په ورځ په ۳۷۸ موافقو او څلور دیرشو مخالفو رایو سره تصویب شوه.

د امریکا د سنا مجلس بیا د اوکرایین لپاره د یو میلیارد ډالرو پور د تضمین لایحه تصویب کړه.

د امریکا د پارلمان د بهرنیو چارو د کمیټې یوه غړي ایلت انګل ویلي، چې د اوکرایین په سرحدونو کې د روسي ځواکونو د راټولیدو سره په ټوله سیمه کې ویره راپورته شوې. دغه دیموکرات استازي ویلي چې امریکا تر دې نورې سرغړوني نه شي زغملای.

دغه لایحه ولسمشر بارک اوباما ته د لاسلیک لپاره لیږل شوې ده.

سپیني ماڼۍ ویلي، چې ولسمشراوباما له اوکرایین سره د امریکا د مرستو په اړه د کانګرس د پریکړې هرکلی کړی.

د اوکرایین صدراعظم ارسیني یاتسینیوک خبرداری ورکړی، چې هېواد یې له مالي بحران سره مخامخ دی.

د اوکرایین د مالي وزیر ویلي، چې هېواد یې په راتلونکو دوو کلونو کې د دغه مالي بحرانه د ژغورنې لپاره پنځه دیرش میلیاردو ډالرو ته اړتیا لري.

د امریکا د استازو جرګې دغه راز د اوکرایین او د هغه ګاونډیو هېوادونو ته د ۱۵۰ میلیونو ډالرو مرسته تصویب کړه او د امریکا د عدلیې او بهرنیو چارو وزارتونو څخه یې وغوښتل، چې په دې سره د هغو شتمنیو ترلاسه کولو کې مرسته وکړي چې د دوی په خبره د اوکرایین د فاسدو چارواکو په لاس کي دي.

په دې لایحه کې هغه بندیزونه هم شامل دي، چې د امریکې متحده ایالاتو له وړاندي پر روسیي لګولي وه.

له روسیې سره د کریمیا الحاق د دې لامل شو، چې د امریکا او روسیې تر منځ ژور درز رامنځته شي.

دغه راز د امریکا د استازو جرګې د ازادي اروپا او امریکا غږ راډیو ګانو لپاره د راډیو یې خپرونو د لا ډیریدو په هدف هم د بودجې د ډیریدو لایحه تصویب کړه.

ټاکل شوې دغه خپروني د اوکرایین په ختیځ کې د کریمیا په ګډون د روسي پلوه پروګرامونو په مقابل کې خپرې شي.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو چارو د کمیټې غړي اید رایس مسکو د داسې مطالبو په خپرولو تورن کړی چې د ده په خبره په اوکرایین کې یې د خلکو ترمنځ ویره رامنځته کړې ده.

اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس د ښاغلي اید رایس په حواله په راپورکې لیکلي، چې روسي ځواکونو په کریمیا کې د څه باندې لسو تلویزیونونو او راډیو ګانو کنټرول اخیستی، چې د امریکایي چارواکو په باور په بېلابېلو خپرونو سره یې د اوکرایین په خلکو کې ویره ډیره کړې ده.
XS
SM
MD
LG