د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۹

کابل چاپ ورځپاڼو د انتخاباتو د امنیت او اهمیت په اړه لیکلي


د کابل چاپ د نن ورځې ورځپاڼو تر ډیره د انتخاباتو د امنیت او اهمیت او د خلکو له خوا په خپله خوښه کاندیدانو ته د رایې ورکولو په اړه لیکنې خپرې کړي.

سرنوشت:

سرنوشت غیر دولتي ورځپاڼې د ناټو د سرمنشي اندرس فوغ راسموسن له قوله لیکلي، چې افغان امنیتي ځواکونو د انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې او د انتخاباتي مبارزو د امنیت په ټینګښت کې مهم رول لوبولی او دا توان لري، چې د انتخاباتو په ورځ هم په هره سیمه کې امنیت ټینګ کړي.

دې ورځپاڼې خپله سرمقاله هم د انتخاباتو د امنیت په ټینګښت کې له امنیتي ځواکونو سره د خلکو د همکاریو په اړتیا لیکلي او ویلي یي دي، چې د دې ملي او ډموکراتیکې پروسې په بریا کې باید له امنیتي ځواکونو سره هر راز مرسته وشي.

د سرنوشت د سرمقالې لیکوال لیکلي، ښایي خلک د انتخاباتو په درشل کې له ځینو ستونزو سره مخامخ شوي وي او یا هم مخامخ شي خو لیکوال سپارښتنه کوي، چې دا ستونزې باید وزغمل شي.

ویسا:

ویسا هم د ناټو د سرمنشي اندرس فوغ راسموسن هغه خبره را اخیستې چې وایي افغانان باید د خپلو رایو په کارولو سره خپل راتلونکی سیاسي مشر انتخاب کړي.

په دې اړه لیکنه کې د ښاغلي راسموسن په حواله لیکل شوي، چې افغانان باید په انتخاباتو کې په پراخ ګډون دا یقیني کړي چې د افغانستان راتلونکی ولسمشربه د هغوی په خوښه او پیاوړی شخصیت وي.

ویسا په یوه بله لیکنه کې د ولسمشر کرزي هغه خبره را اخیستې، چې د پکتیا له قومي مشرانو سره یې په لیدنه کې کړي او ویلي یي دي، چې په انتخاباتو کې باید نارینه او ښځې باید ونډه واخلي.

محور:

محور غیر دولتي ورځپاڼې هم خپله سرمقاله د انتخاباتو د څارنې مسالې ته ځانګړې کړې.

د سرمقالې د لیکوال په باور د افغان څارونکو ترڅنګ د انتخاباتو له پروسې نه د بهرنیو څارونکو څارنه هم ډیره مهمه ده.

لیکوال لیکلي، سره له دې چې د وسله والو مخالفانو د وروستیو بریدونو له امله یو شمېر بهرني څارونکي له افغانستانه ووتل، خو لسګونه زره کسانو د انتخاباتو له پروسې نه د څارنې کارتونه ترلاسه کړي او له دې سره به د انتخاباتو د شفافیت په اړه اندیښنې را کمې شي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې خپله سرمقاله په دې اړه لیکلي، چې د خلکو رایو ته درناوی کول د ټولو وجیبه ده.

د سرمقالې لیکوال لیکلي د جمهوري ریاست لپاره اته تنه کاندیدان دي او هر څوک به د خپلې خوښې کاندید ته رایه ورکوي.

لیکوال لیکلي نن د کاندیدانو د انتخاباتي مبارزو وروستۍ ورځ ده او دوی خلکو ته خپل کاري پلانونه تشریح کړل.

د لیکوال په خبره اوس خلک د خپلو رایو په ورکولو سره پریکړه کوي، چې راتلونکې ولسمشر باید څوک وي او باید ټول کاندیدان دې پریکړې ته درناوی وکړي.

ملي ارمان:

ملي ارمان غیر دولتي ورځپاڼې هم خپله سرمقاله د افغانستان د انتخاباتو مسالې او د خلکو د رایو ارزښت ته ځانګړې کړې.

د دې ورځپاڼې په سرمقالې کې خلکو ته په خطاب راغلي چې په ارام ذهن سره تصمیم ونیسي او هغه کاندید ته رایه ورکړي چې دوی ته ښه او پیاوړی ښکاري.

د ملي ارمان د سرمقالې لیکوال د شنبې ورځې په انتخاباتو کې د خلکو په پراخ ګډون ټینګار کړی او وایي، چې د دوی ګډون کولای شي د انتخاباتو په شفافیت او مشروعیت مثبته اغیزه پرې باسي.

چمتوکوونکی: نسیم شفق
XS
SM
MD
LG