د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۹

ناټو له روسيي سره د پوځي او ملکي همکاريو د ځنډولو پريکړه وکړه


د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو پرون په بروکسل کې له روسيي سره د ناټو د پوځي او ملکي همکاريو د ځنډولو پريکړه وکړه، خو له دې هېواد سره يي د خبرو لپاره ډيپلوماتيک چېنلونه خلاص پريښودل. دغه راز ناټو د افغانستان په اړه له روسيي سره د همکار د دوام هيله وښوده.

د ناټو د بهرنيو چارو وزيران دغه اقدام وروسته له هغې کوي، چې روسيي د اکراين د کريميا سيمه له خپلي خاوري سره يوځای کړه.

د ناټو سرمنشي وايي، په اکراين کې د روسيي د مداخلې په خاطر دا سازمان له دې هېواد سره ټوله همکاري ځنډوي خو هيله يي څرګنده کړه چې د افغانستان په اړه دوه اړخيزه همکاري دوام وکړي.

اندريس فوګ راسموسن دا څرګندونې پرون د بلجيم په پلازمينه بروکسل کې د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډي د لومړي ورځې په پای کې په يوه خبري کنفرانس کې وکړې.

راسموسن وويل، د افغانستان په ګډون په ځينو برخو کې به د ناټو او روسيي ترمنځ همکاري دوام وکړي:

″زه تمه کوم چې د ناټو او روسيي ترمنځ د مخدره موادو ضد پروژې په افغانستان کې دوام وکړي.

په دې پروژو کې له روسيي پرته نور هېوادونو هم دخيل دي. فکرکوم چې زموږ د مخدره موادو د قاچاق په وړاندې د پياوړو هڅو په دوام کې د روسيي قوي ګټې هم نغښتي دي.

زه دغه راز تمه کوم، چې د افغانستان په اړه زموږ د ځواکونو د ترانزيت موافقه او هم د هیلیکپټرو پروژې دوام وکړي.″


د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو پرون په غونډه کې د اکراين کلک ملاتړ وکړ او له روسيي يي وغوښتل چې د کړکېچ د کمولو لپاره اقدامات وکړي.

د ناټو سرمنشي وويل، که څه هم له روسيي سره په پوځي او ملکې برخو کې همکاري ځنډوي خو د دغه بحران د ختمولو لپاره ډيپلوماتيک چېنلونه پرانيستي پريږدي:

″موږ د ناټو روسيي، د ايرو اتلانتيک د شراکت شورا او د سولې د شراکت په چوکاټونو کې له روسيي سره ټوله پوځي او ملکي همکاري ځنډوو.

په عين حال کې موږ د خبرو لپاره ډيپلوماتيک چېنلونه خلاص پريږدو او موږ د ناټو روسيي د شورا په چوکاټ کې د سفيرانو او وزيرانو په سطحه غونډو ته تيار يو.″


د ناټو سرمنشي د روسيي وروستي اقدامات د ارو پا د امنيت لپاره ګواښ وبلل او ويي ويل، چې ناټو د روسيي په وړاندې د اقداماتو په ترڅ کې په ختيځه اروپا کې پوځي اقدامات زياتوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري چې د بروکسل په غونډه کې يي ګډون کړی وويل، د روسيي د اعلان چې له اکراين سره په پوله يي يو شمېر ځواکونه په شا کړي هرکلۍ وکړ، خو ويي ويل، چې په پوله د ځای پرځای شويو ځواکونو شمېر ته په پام سره دا يو کوچېنی اقدام دی.

کري وويل، اوس پوښتنه دا ده چې ايا کولای شو د دغه ګام په اساس وړاندې لاړ شو؟

د اوکراين د بهرنيو چارو سرپرست وزير اندري ديشيتسيه چې په بروکسل کې يي د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې ګډون کړي و، کريميا د اوکراين د خاورې يوه برخه وبلله او ويي ويل، چې هېواد به يي د دغې سيمي د جلا کېدو او پر خپلې خاورې د ورګډيدو په خاطر روسيه نړېوالو محکمو ته وړاندې کړي:

″د کريميا سيمه موږ د اوکراين يوه برخه بولو او په پام کې لرو، چې د روسيي په وړاندې او په کريميا کې د دې هېواد اقداماتو په اړه قانوني دوسيه نړېوالو محکمو ته وړاندې کړو.

موږ په دې باور يو چې د نړېوالو ټولنې په ملاتړ به وکولای شو چې کريميا بيرته اوکراين ته راوګرځوو.″


د اوکراين د بهرنيو چارو سرپرست وزير وويل، چې هېواد يي له ناټو د غړيتوب غوښتنه نه کوي بلکه د موجوده شراکت په چوکاټ کې د ډيالوګ د پياوړي کېدو پر سرخبرې کوي.
XS
SM
MD
LG