د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

امرخېل: د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر نن پای ته رسیږي


د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي؛ د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې پروسه چې د تېرلمریز کال په جوزا میاشت کې پیل شوې وه؛ له انتخاباتو درې ورځې مخکې یعنې د سې شنبې د ورځې تر پایه تړي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا ضیا الحق امر خیل ازادي راډیو ته وویل چې؛ په دې پروسې کې درې عشاریه اته ملیونو خلکو د رایې ورکولو کارتونه واخیستل.

ښاغلي امرخیل وویل چې دا مرکزونه به نور وتړل شي:

"موږ په ټول افغانستان کې دا مهال درې اعشاریه اته میلیونه کارتونه ویشلي؛ یعنې نږدې څلور میلیونو کسانو د رایې ورکوونې کارتونه ترلاسه کړي؛ نن یې اخري ورځ ده، په رسمي توګه به نن دغه پروسه پای ته ورسږي؛ د انتخاباتو خپلواک کیمسیون به راتلونکې دوه ورځو کې خپل عملیاتي پروسې ته پام واړوي؛ چې هغه هم په ښه توګه مخکې ځي."

پخوا کمیسیون ویلي وو، چې غواړي څلورو ملیونو نویو کسانو ته د رایې ورکولو کارتونه ورکړي.

د نوم لیکنې دا پروسه په څو مرحلو کې بشپړه شوه.

په وروستی مرحله کې یې په ټول هېواد کې د رایې ورکولو یوازې یو څلوېښت مرکزونه فعال وو.

دا پروسه د رایې ورکولو له ورځې دوه اونۍ مخکې ختمېده؛ خو د خلکو د لېوالتیا له امله کمیسیون د شنبې تر ورځې غځولې وه.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په دې انتخاباتو کې یوازې هغو کسانو ته کارتونه ورکول چې؛ نوی یې د رایې ورکولو شرایط پوره کړي وو او یا یې مخکیني کارتونه ورک کړي وو.

د ښاغلي امرخیل په وینا، دامهال په ټول افغانستان کې یوڅلوېښت د نوم لیکنې مرکزونه فعال دي.

هغه زیاته کړه، نږدې څلورمیلیونه هغه نارینه او ښځینه چې په شرایطو برابر وو؛ د رایې ورکوونې کارټونه یې ترلاسه کړي.

خو دا پروسه اوس هم په داسې حال کې ختمیږي چې؛ د کابل ښار د نوم لیکنې د مرکزونو په مخ کې په زرګونو خلکو ولاړ وو؛ تر څو کارټونه واخلي.

د شاه شهید په سیمه کې د رایې ورکولو مرکز ته چې ولاړم؛ نو اکثرو خلکو ویل چې، د څو ورځو له انتظار سره سره د کار اخیستلو نوبت نه دی ورسیدلی.

څو تنو ازادي راډیو ته وویل:

"۱- له چهاراسیاب نه راغلی یم. څو ورځې کیږي تراوسه مې کارت نه دی اخیستی.

۲ـ له بګرامیو راغلی یم سهار چای مې هم نه دی چکلی چې؛ راشو دروازه رانه تړي، دا څه ډول کار دی."


د دې مرکز مسوول عبدالعزیز کامه وال ازادي راډیو ته وویل چې؛ دوی په وروستیو ورځو کې هره ورځ شاوخوا اتو سوو کسانو ته کارټونه ورکول.

هغه وویل چې، خو په دې ورځو کې به هره ورځ نږدې درې زرو کسانو مراجعه کوله. خو دا چې دا پروسه نن تړل کیږي، په زرګونو هغه کسان چې کارت یې وانشوای اخیستلای، ارمانجن پاتې شي.

دوی به ونشي کولای چې د شنبې د ورځ په انتخاباتو کې رایه ورکړي.

راپور:رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG