د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

محور: بهرني استخبارات هڅه کوي چې انتخابات ګډوډ کړي


د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د راتلونکو انتخاباتو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړي.

محور ورځپاڼو په خپلې سرمقالې کې دغو انتخاباتو ته په امنیتي ستونزو تبصره کړې او ليکلي یې دي، بهرني استخبارات هڅه کوي چې راتلونکي انتخابات ګډوډ کړي او د افغان ځواکونو وړتیا تر پوښتنې لاندې راولي.

خو په سرمقالې کې راغلي د افغان ځواکونو له خوا د وروستیو حملو ژر مهارول د دې ځواکونو وړتیا په ګوته کړه.

ورځپاڼې له دیني عالمانو او قومي مشرانو غوښتي، چې په خلکو کې د امنیتي ځواکونو په ګټه تبلیغات وکړي ترڅو یې اعتبار لا زیات شي.

ملي ارمان ورځپاڼې لیکلي امریکا په دې پوهیږي چې د پاکستان استخباراتي شبکې ای اس ای هڅې زیاتې کړي، چې په افغانستان کې امنیت خراب او انتخابات ګډوډ کړي.

ملي ارمان لیکلي امریکا او نړېوال متحدین یې باید پاکستان تر فشار لاندې راولي ترڅو د افغانستان د انتخاباتو د ګډوډولو له هڅو لاس واخلي.

د لیکوال په باور د نړېوالې ټولنې اعتبار هم په همدې انتخاباتو تړلی دی.

د سرمقالې په پای کې راغلي په انتخاباتي کمپاینونو کې د خلکو پراخ ګډون دا وښودله چې د افغانستان خلک سوله خوښوي او د دیموکراسۍ ملاتړ کوي.

انیس دولتي ورځپاڼې هم لیکلي‎، ټول خلک باید د هېواد د ر اتلونکې د ټاکلو لپاره په انتخاباتو کې برخه واخلي.

په سرمقالې کې راغلي خلکو د کاندیدانو په انتخاباتي کمپاینونو کې پراخ ګډون وکړ او د هغوی په پروګرامونو یې ځان خبر کړ.

ورځپاڼې لیکلي د حمل په شاړسمه به افغانان په انتخاباتو کې د ګدون له لارې نړېوالو ته ثابته کړي چې دوی کولای شي خپل برخلیک په خپله وټاکي.

چراغ ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي، مهمه دا ده چې څنګه کیدای په انتخاباتو کې د چارواکو د لاسوهنې مخنیوی وکړي.

په سرمقالې کې راغلي ولسمشرحامد کرزي په خپله ویلي، چې د جمهوري ریاست تقریبً ټول کاندیدان په حکومت کې خپل نفوذ لري.

ورځپاڼې لیکلي، له دې ښکاري چې د اکثرو کاندیدانو په ګټه به د حکومتي چارواکو له خوا لاسوهنې وشي.

خو د لیکوال په باور ډیر تقلب ښايي هغه کاندید ته وشي چې خپله جمهور رییس ترې ملاتړ کوي.

ملي ارمان همدا راز لیکلي، د دې ډیر امکان دی چې د جمهوري ریاست انتخابات دویم دور ته ولاړ شي.
XS
SM
MD
LG