د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۴ وږی ۱۳۹۸ کابل ۱۲:۰۱

په انتخاباتو کې د څارونکو ونډه او اهمیت


دا چې په افغانستان کې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته ګوتې په شمار څو ورځې پاته دي، زیات شمېر لویدیځو ورځپاڼو د انتخاباتو د څارنې، شفافیت ، امنیت او غبرګونونو په اړه مضمونونه او مقالې خپرې کړي دي.

امریکا چاپ، فارین پالیسي خپرونې په وروستۍ ګڼه کې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د څارونکو د ونډې او اهمیت په اړه یو مضمون خپور کړی او په یوه برخه کې یي راغلي:

د افغانستان د جمهوري ریاست له انتخاباتو څخه باید ډیره زیاته توقع ونه شي. تر ټولو مهمه مساله په دې هېواد کې د روان کال ډسمبر میاشت کې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو د پوځي ماموریت ختمیدل دي او دا ځکه چې افغان حکومت له څو کلونو راهیسي د ثبات او امنیت د ستونزو په حل کې ډيرې زیاتې هلې ځلې وکړې او دا ستونزې به د نړېوالو ځواکونو له ملاتړ پرته نورې هم زیاتې شي.

خپرونې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د موسسې فیفا د کارکوونکې مرضیه فراز خبره راخیستي چې وایي، دا د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو سخت او مهم وخت دی.

خپرونه زیاتوي، فیفا به د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو د څارنې په مقصد په ټول هېواد کې شاوخوا لس زره څارونکي ځای پرځای کړي او د رایو په ۳۹۹ ناحیو کې به د اسنادو، رایي اچوونو او نورو بي نظمیو یا درغلیو څارنه کوي.

خپرونې د مرضیې دا خبرې هم راخیستې چې وایي، د افغانستان تیري څلور ملي رایي ورکونې یا انتخابات د رشوت ورکوونو، ګواښونو او شخړو تر اغیز لاندې وو، ان د فیفا څارونکي هم د رایو په مرکزونو کې ګواښل شوي وو.

د کاندیدانو استازي به د رایو په مرکزونو کې له وسلو سره ولاړ وو او د خلکو بیره ورڅخه کېدله.

فارین پالیسي د فیفا د کارکوونکود څرګندونو په دوام کې لیکي: د انتخاباتو په ورځ یعنې د حمل په ۱۶ مه به د څارونکو شکایتونه چې د ټيلیفونو او پیغامونو له لارې دوي ته رسیږي، ثبتوي او د کورنیو چارو وزارت ته به یي استوي.

که چېرې د کورنیو چارو وزارت سمدستي عمل ونه کړي، دوي به یي خبري رسنیو ته وړاندی کړي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې:

د امریکا متحده ایالات او متحدان یي باید د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو نتیجې په ډيرې آرامۍ سره ومني- ترسرلیک لاندې یو مضمون خپور کړی او په افغانستان کې د امریکا د پخواني سفیر او په افغانستان کې د ډموکراسۍ بیلارې کېدل په نامه کتاب د لیکوال رونالد نیومان څرګندونې راخیستي چې وایي، د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو نتیجې به په دې هېواد کې د امریکا د متحده ایالاتو په ګټو ډير زیات اغیز وکړي.

د نیومان په وینا، د دې وخت را رسیدلی چې موږ واقعي هیلې وکړو او دا خبره یقیني کړو چې زموږ امریکایانو اعمال زموږ له ګټو سره ارتباط لري.

د متحده ایالاتو د حوصلې ډپلوماسي به ترډيره حده موږ دغه مقصد ته ورسوي او دا ډاډ به ورکړې، چې په تیرو لسو کلونو کې په ډير زیات قیمت او قربانیو سره ترلاسه شوې لاسته رواړنې د عجلې له امله له منځه نه ځي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وړاندې لیکي:

د نړېوالې ټولنې له هلو ځلو او د انتخاباتي سیستم له ښه کېدو سره سره، د حمل د ۱۶ مې انتخابات به له درغلیو او شخړو سره یو ځای وي.

د ورځپاڼې په باور، د تیرو څلورو انتخاباتو بریاو ته په کتنې، د افغانستان په انتخاباتي سیستم کې سیمه ییزو زورواکانو، قوماندانانو او طالبانو زیاته پانګوونه کړي او کېداي شي د انتخاباتو د ګټلو اویا هم ګډوډولو په مقصد، ترلاسه کړي منابع په دواړو خواو یعني مشروعیت یا غیر مشروعیت کې ولګوي.
XS
SM
MD
LG