د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ لړم ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۴۴

په ولسي جرګه کې په غیرحاضرو وکیلانو باندې نیوکې وشوې


د دوشنبې په ورځ په ولسي جرګه کې د یوشمېر وکیلانو غیر حاضرۍ، د حاضرو وکیلانو غصه راوپاروله.

وکیلانو د هېواد حساسو شرایطو ته په کتو وویل چې؛ اکثر وکیلان د جمهوري ریاست له کاندیدانو سره په انتخاباتي مبارزو بوخت دي او همدا لامل دی چې، د جرګې غونډو ته هم نه حاضریږي.

د ولسي جرګې غړې جنرال نظیفې ذکي د ولسي جرګې اداري پلاوی په بې غوري تورن کړ او ټینګار یې وکړ چې، اداري پلاوی دې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي

"زما په نظر له کمپاینونو څخه چې دوی یې کوي؛ ښه به دا وي چې په دې حساسو شیبو کې چې موږ خپل نوی مشر ټاکو د دوی شتون اړین دی؛ زه دا د ولسي جرګې د اداري پلاوي کمزوري ګڼم؛ هیڅکله هم اداري پلاوی ده داسې کسانو په اړه تصمیم نه نیسي؛ سر له نن څخه د دوی په اړه قاطع تصمیم ونیسي."

دغو وکیلانو ویل چې، د جمهوري ریاست سرنوشت ټاکونکو انتخاباتو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي؛ ولې په ولسي جرګه کې د وکیلانو غیر حاضري د دوی ناغیړي ښيي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې غړي د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات په هېواد کې یوه تاریخي پروسه یادوي او په هغه کې د خلکو ګډون ضروري ګڼي.

دوی وویل چې، په انتخاباتو کې د خلکو پراخ ګډون په هېواد کې د ولسواکۍ ستنې پیاوړي کوي.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال صالح محمد سلجوقي وايي:

"تر هغه ځایه چې واک ملت پورې اړه لري؛ ستاسو رایې چې راتلونکی ولسمشر پرې ټاکل کیږي؛ ستاسو رایې د یووالي، پرمختګ او ولسواکۍ کې مرسته کوي؛ نو د راتلونکي ولسمشر د ټاکلو لپاره په انتخاباتو کې ګډون وکړﺉ او خپله اراده څرګنده کړﺉ."

بل خوا امنیتي چارواکو ډاډ ورکړی چې؛ دوی کولای شي د نوي فیصده انتخاباتي مرکزونو امنیت ټینګ کړي.

ټاکل شوې چې د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخابات د راتلونکې شنبې په ورځ ترسره شي

وسله والو مخالفانو په بیا بیا د دې پروسې دګډوډولو ګواښ کړی.

خو افغان امنیتي چارواکي ډاډ ورکوي چې؛ د انتخابات به په پوره ډول دامن په فضا کې ترسره شي.

راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG