د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۰

لسګونه زره فارغین د کانکو ازموینې د نتایجو اعلانېدو ته تمه دي


په لسګونو زره هغه کسان چې تیر کال یې د کانکور په ازموینه کې برخه اخیستې وه، ددې ازموینې د نتایجو اعلانیدو ته سترګې پر لار دي.

یو شمیر ځوانان چې د کانکور ازموینه یې ورکړې؛ شکایت کوي چې، د نوي کال څه کم دوه اونۍ تیرې شوې هم دي؛ خو د کانکور نتایج نه دي اعلان شوي.

څو تنو ځوانانو آزادی راډيو ته وویل چې؛ د لوړو زده کړو وزارت باید ژر تر ژره د دوی د برخلیک په اړه خپله پریکړه اعلان کړي.

د کابل دوه اوسیدونکي عزیزالله او حمیدالله په دې اړه وویل:

"۱-نن د حمل یوولسمه نیټه ده؛ تر اوسه هم د کانکور نتایج نه دي اعلان شوي ټول محصلین او زده کوونکي منتظر دي.

۲- د حوت لسمه هم تېره شوه؛ تر اوسه لا د کانکور ازموینې نتایج نه دي اعلان شوي؛ موږ غواړو هرڅنګه چې ژر کیږي اعلان شي او زموږ سرنوشت معلوم شي."


د کانکور د ازموینې نتایجو ته په ټولو ولایتونو کې په لسګونو زره ځوانان سترګې پرلار دي.

د افغانستان د لوړو زده کړو د وزارت د معلوماتو له مخې؛ د ۱۳۹۲ هجري کال د کانکور په ازموینه کې دوه لکه اوو یو شپېته زرو کسانو ګډون درلود چې؛ په نه څلوېښتو حوزو کې واخیستل شو.

د لوړو زده کړو وزارت وايي چې؛ له وړم کال څخه تیر کال د کانکور په ازموینه کې یو لک کسان زیات و.

د دې وزارت ویاند عبدالعظیم نور بخش د دوشبنې په ورځ ازادي راډی وویل؛ دا چې کسان زیات دي او پارچې هم په دقت څیړل کیږي؛ نو د کانکور د نتایجو اعلانیدل ځنډیدلي دي.

هغه وویل چې، دا نتایج به ډير ژر په راتلونکو څو اونیو کې اعلان شي:

ښاغلي نوربخش د کانکور په نتایجو کې له شفافې ارزیابي څخه ډاډ ورکوي او وایي، هېڅ کله به اجازه ونه کړي چې؛ د کانکور د ګډونوالو حق تلف شي.

د لوړو زدکړو وازارت چارواکي په داسې حال کې د کانکور په پروسه کې د شفافیت په اړه
ډاډ ورکوي چې؛ اوس هم په دغه وزارت کې د فساد، رشوت اخیستلو او واسطو د شتون په اړه انتقادونه کیږي.

خو د دغه وزارت چارواکي دا ادعاوې ردوي.
XS
SM
MD
LG