د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۱

سعیدي: پاکستان کولای شي طالبان د سولې میز ته کېنوي


د سیاسي چارو ځیني افغان کارپوهان د افغان حکومت هغه خبره تاییدوي چې ویلي ېې دي طالبانو سولې ته غاړه اېښې خو پاکستان یې مخه نیسي.

افغان ولسمشرکرزي د امریکا له بهرنیو چارو وزیر سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي د سولې په مخ کې د پرتو خنډونو د له منځه وړلو لپاره د پاکستان همکاري مهمه ده.

د ولسمشرحامد کرزي د هغو څرګندونو په اړه کارپوهان بېلابیل نظرونه لري چې ویلي دي، طالبان خبرو ته حاضر دي، پر وړاندې یې ځینې خنډونه شته.

د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي هم وايي، چې پاکستان طالبان نه پریږدي چې د سولې خبرې پيل کړي.

هغه د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، افغان طالبان په مستقیم ډول د پاکستان استخباراتي کړیو سره اړیکې لري.

″پاکستان چې وغواړي کولای شي طالبان د سولې میز ته کېنوي پاکستان که په ریښتیا هم وغواړي تاثیر لري د دې لپاره چې افغان طالبان مستقیم او په غیر مستقیم ډول له پاکستاني استخبارتي کړیو سره اړیکې لري ،نو ځکه هم افغان حکومت په پاکستان باندې ټینګار کوي.″

د شنبې په ورځ افغان ولسمشر د متحده ایالاتو له بهرنیو چارو وزیر سره د افغانستان د سولې په اړه ټیلیفوني خبرې وکړې.

ښاغلي کرزي جان کري ته وویل، طالبان حاضر دي، چې له افغان حکومت سره د سولې په اړه خبرې وکړي، خو په دې برخه کې د پاکستان همکاري ضروري ده.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي کرزي ته ډاډ ورکړ، چې په دې اړه به د پاکستان له صدراعظم سره خبرې وکړي.


د افغانستان د بهرنیو چار وزارت ویاند شکیب مستغني هم د دوشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې طالبان سولې ته حاضر دي خو دسولې پر وړاندې ځینې خنډونه شته:

″طالبان اراده او نیت لري چې له افغان حکومت سره د سولې خبرې پیل کړي، ولې د سولې د عملي خبرو د لارې پر سر، خنډونه جوړیږي ،پاکستان په صادقانه ډول له طالبانو او افغان حکومت سره په دې برخه کې همکاري نه کوي. ″

بل خوا د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، ټول طالبان له افغان حکومت سره سولې ته نه دي حاضر.

د دوی په وینا هغه کسان چې سولې ته یې غاړه اېښې له مخکې د طالبانو له تحریکه شړل شوي دي.

جاوید کوهستاني وايي، د ملاعمر په مشرۍ وسله وال طالبان له افغان حکومت سره عملآ په جکړه کې ښکېل دي:

″ملاعمر او وسله وال طالبان په هیڅ ډول سولې ته غاړه نه ږدي دا چې ولسمشر وايي طالبان سولې ته حاضر دي دا هغه طالبان دي چې له تحریک بېلا شوي اوس په کابل ،دوبۍ او یاترکیه کې ژوند کوي، دوی دواړه خیزه لوبه روانه کړې.″


پاکستانیو چارواکو تل ويلي چې تر خپلې وسې وسې د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته کوي.

خو افغان چارواکي فکر کوي چې پاکستان په دې اړه صادقانه همکاري نه کوي.

ولسمشر حامد کرزي د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره په وروستي تلیفوني تماس کې پر امریکا هم په دې برخه کې انتقاد وکړ.

هغه ویلي، د افغانستان خلک شک لري چې ایا امریکا په سیمه کې د ترهګرۍ په ملاتړ کوونکو هیوادونو تاثیر نه لري او که نه نه غواړي چې فشار پرې راولي.

راپور:رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG