د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۰۰:۰۲

د چابهار بندر په وسیله افغانستان له هند سره ترانزیتي لاره پیدا کوي


د بهرنیو چارو وزارت وایي، په نږدې راتلونکې کې به افغانستان د ایران د چابهار بندر له لارې له هند سره ترانزیتي لاره پیدا کړي.

د دې وزارت ویاند شکیب مستغني وایي، چې ایران، افغانستان او هند به په دې اړه یو درې اړخیز تړون هم لاسلیک کړي.

د بهرنیو چارو وزارت وایي، له هند سره د چابهار بندر له لارې د افغانستان نښلیدل د پام وړ ګټې لري او د هند او افغانستان ترمنځ به سوداګرۍ هم پراخه کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني وایي، په نږدې راتلونکې کې به له دې بندر څخه د افغانان سوداګرو د استفادې په اړه د ایران، هند او افغانستان ترمنځ یو درې اړخیز تړون لاسلیک شي.

ښاغلي مستغني د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې افغان حکومت ددې تړون مسوده تایید کړې او اوس یې د مطالعې لپاره هندي چارواکو ته لیږلې ده:

″د دې درې اړخیزتړون مسوده د افغانستان له خوا نهایي او تائید شوې، اوس دا مسوده له هندي چارواکو سره ده، هغوی هم په دې اړه خپله مطالعه کوي، کله چې هغوی دا مسوده نهایي کړي، نو په نږدې راتلونکې کې به یوه درې اړخیزه موافقه لاسلیک شي، چې له مخې به یې افغانستان د چابهار بند له لارې د هند له ممبی سره ترانزیتي لار پیدا کړي.″

چابهار د ایران یو سمندري بندر دی، چې افغان سوداګرو ته د فعالیت لپاره په کې نږدې دوه کاله وړاندې د ایران له خوا پنځوس هکتاره ځمکه هم ورکړل شوه.

افغانستان په داسې حال کې ددې بند له لارې له هند سره د وصلیدو هڅې کوي چې دا مهال افغان سوداګر له هند سره سوداګریزه راکړه ورکړه تر ډیره د واګې، کراچۍ او بندر عباس له لارې کوي.

کراچۍ او واګه د پاکستان هغه بندرونه دي چې د افغان سوداګرو په وینا دوی تل په کې له ستونزو سره مخ وي او د دوی واردات او صادرات یې محدود کړي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزی وایي، د چابهار بندر له لارې له هند سره وصلیدل هیواد ته یوه لویه لاسته راوړنه ده، خو زیاتوي چې ددې بندر تخنیکي تجهیزات باید لوړ شي.

ښاغلي الکوزي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې چابهاربندر دا مهال د لویو کیشتیو تګ را تګ ته چمتو نه دی او هیله یې وښوده چې حکومتونه ددې بندر معیار لوړ کړي:

″له هند سره زموږ تجارت ته ډیر وسعت ورکوي، ځکه زموږ ډیر تجارت اوس له هندوستان سره دی، که چیرې په تخنیکي لحاظ دا بندر مجهز شي د غټو کیشتیو د دریدلو لپاره، او غټې کیشتۍ ورته راشي او مونږ له ممبيي سره وصل کړي، دا به نه تنها د افغانستان په سوداګرۍ کې سهولتونه راولي، بلکه هند به هم منځنۍ آسیا ته ډیر نږدې کړي.″

افغان حکومت د سوداګرۍ د پراختیا او اقتصادي ودې لپاره غواړي چې په راتلونکې کې له تورې بحیرې او چین سره هم ترانزیتي لارې پیدا کړي.

خو د چابهار بندر په ګډون ټولې ترانزیتي لارې تراوسه د یوې طرحې په توګه مطرح شوي او معلومه نده چې افغانستان به څه وخت دې هدف ته ورسیږي.

څه موده وړاندې د فوایدعامې وزارت مسئولینو وویل، چې د ترانزیت دا پروژې اوږدمهال دي او ډیرې بودجې ته اړتیا لري.

راپور: اسدالله ″لودین″
XS
SM
MD
LG