د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۵۷

ولسمشر کرزي په تېرو ۱۲ کلونو کې څه کړي؟


راتلونکې اونۍ په افغانستان کې د جمهوري ریاست انتخابات کیږي او خلک به خپل نوی ولسمشر ټاکي.

د طالبانو د رژیم تر سقوط وروسته، دا پروسه په افغانستان کې د جمهور رییس حامد کرزي له سترو بریاوو شمېرل کیږي.

په تېرو څو کلونو کې پر جمهور رییس حامد کرزي ډیر انتقادونه وشول.

په دې اړه چې هغه نه غوښتل او یا یې نه شوای کولای چې، د ادارې فساد پر وړاندې غوڅ دریځ خپل کړي؛ ډيرې خبرې شوې دي.

اسوشیېټډ پرس وايي، د افغانستان په څېر هېواد کې چې د څو لسیزو جګړې یې خلک سخت ځپلي؛ دا حقیقت چې اول وار قدرت په دیموکراتیک ډول له یوه سړي بل ته لیږدول کیږي وړه خبره نه ده.

د جمهور رییس حامد کرزي د حکومت په کلونو کې:

دا پروسه هم د هغه قانون پر اساس رامنځ ته شوې چې د جمهور رییس حامد کرزي د حکومت په کلونو کې جوړ شوی او د درېیمې پينځه کلنې دورې لپاره د هغه د کاندیدي مخنیوي کوي.

په افغانستان کې د امریکا سفیر جیمز کننګهم د اسوشیېټډ پرس اژانس ته ویلي؛ را روان انتخابات به د دې هېواد د راتلونکي د څرنګوالي لپاره ټاکونکي وي او د افغانستان په تاریخ کې به د جمهور رییس کرزي موقعیت هم څرکند کړي.

اسوشیېټډ پرس لیکي، دا چې جمهور رییس کرزي له امریکا سره د دوه اړخیز امنیتي تړون له لاسلیکه ډډه وکړه او دا پریکړه يې راتلونکي ولسمشر ته پرېښوده د ډيرو خلکو لپاره د سوال وړ ده.
"په افغانستان کې د طالبانو د رژیم تر سقوط وروسته نور ممکن مشران هم وو؛ خو د طالبانو پر وړاندې په مبارزه کې د حامد کرزي رول او د هغه د کورنۍ قربانیو هغه له نورو کسانو بیل کړ.
خلیلزاد
د یو شمېر کسانو په باور، ولسمشر کرزي نه غوښتل چې نوم یې په تاریخ کې د داسې چا په توګه ثبت شي چې؛ په افغانستان کې یې د بهرنیو ځواکونو حضور ته اجازه ورکړې وه.

امریکا او متحدانو یې دولس کاله مخکې، جمهور رییس کرزی په دې هیله انتخاب کړی و؛ چې د ژبني، قومي او مذهبي تبعیض لیکې به ماتې کړي او ښاغلي کرزي ته داسې هېواد په میراث ورسېد چې؛ په کورنیو جګړو کې ټوټې – ټوټې شوی و.

د جمهور رییس کرزي دوره د پای ته رسېدو په حال کې ده؛ افغانستان د وسله والو طالبانو تر تهدید لاندې او یوې بلې خونړۍ کورنۍ جګړې ته د ورښویېدو په خطر کې دی.

اسوشیېټډ پرس لیکي، په افغانستان کې اوس ښځې کارونو ته ځي؛ حکومتي ادارې پراخ فعالیت لري او افغانان په زغرده خپل نظر څرګندولای شي.

د ولسي جرګې یوې غړې صایمه خوګیاڼۍ ویلي:

"دا د هغه [ولسمشرکرزي] تر ټولو ستر میراث دی. موږ کولای شو چې هره خبره ورته وکړو. دا چې هغه [جمهورریس کرزی] زموږ غوښتنو ته غاړه ږدي بیله مساله ده؛ خو دا مهمه ده چې غوږ راته نیسي."

خو پر ډيرو سیمو د وسله والو طالبانو کنټرول؛ د سولې لپاره د افغان حکومت کمزورې علاقمندي، فقر او ضعیفه حکومت داري د اندښنې وړ مسایل دي.

د اسوشیېټډ پرس په لیکنه، یو شمېر کسان پر جمهور رییس کرزي انتقاد کوي چې په خپله دوره کې یې پخواني جنګ سالاران قدرت ته ورسول.

خو پلویان یې دا استدلال کوي چې؛ د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکو په افغانستان کې پخواني جنګ سالارن د وسله والو طالبانو پر وړاندې په جګړه کې مهم ګڼل او قدرت یې ورکړ.
جمهور رییس حامد کرزي د حکومتدارۍ په کلونو کې سخت فشار تېر کړ؛ ځکه افغانانو او بهرنیانو زیات توقعات ورڅخه درلودل.
پاولا
یو شمېر کسان جمهور رییس حامد کرزی د داسې چا په توګه یادوي چې؛ د اتیايمې میلادي لسیزې په پای کې یې کور بمبارد شو او پاکستان ته مهاجر شو.

اسوشیېټډ پرس وايي، جمهور رییس کرزی د خپل کوچنیوالي په اړه د خبرو پر وخت هغه زمانې یادوي چې؛ د کندهار له مختلفو سیمو به قومي مشران د ده له پلار سره چې د پوپلزو لوی مشر و؛ د مرکو لپاره کور ته ورتلل.

د خبریال احمد راشد په باور، د ولسمشر کرزي لپاره د ډیموکراسۍ لومړنۍ بیلګې په کندهار کې د هغه د پلار پریکړې؛ غونډې او جرګې وې.

خبریال احمد راشد ویلي:

"زما په باور، په شپیتمه لسیزه کې چې ولسمشر کرزی لا ماشوم و؛ د حکومتدارۍ څرنګوالي، د پلار جرګو او مرکو پر هغه ډیر اغیز کړی دی."

په افغانستان کې له نولس سوه درې اویا میلادي کال وروسته ډېر رهبران قدرت ته ورسېدل؛ خو هېڅ یو یې د انتخاباتو له لارې واک نه وو ترلاسه کړی.

په افغانستان کې د امریکا د پخواني جمهور رییس جورج ډبلیو بوش ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد اسوشیېټډ پرس ته ویلي:

"په افغانستان کې د طالبانو درژیم تر سقوط وروسته نور ممکن مشران هم وو؛ خو د طالبانو پر وړاندې په مبارزه کې د حامد کرزي رول او د هغه د کورنۍ قربانیو هغه له نورو کسانو بیل کړ."

د ډېرو کسانو په بارو قدرت ته د رسېدو په اولو کلونو کې د جمهور رییس حامد کرزي کارونه زلمي خلیل زاد سرته رسول.

هغه مهال خلیل زاد په ارګ کې اړولي وو؛ غونډې او جرګې یې کولې، ایتلافونه یې تنظیمول چې د افغانستان د اساسي قانون د لویې جرګې جوړول هم په کې شامل وو.

خبریال احمد راشد ویلي:

"په لومړیو کلونو کې ولسمشر کرزی ډير د امریکاییانو په لاس کې جوړ و. تر څو چې هغه سر را پورته کاوو حکومت د خلیل زاد په لاس کې و."

خو اسوشیېټډ پرس وايي، په افغانستان کې د امريکا پخوانی سفیر زلمی خلیل زاد او خبریال احمد راشد په یوه ټکي موافق دي او هغه دا چې جمهور رییس کرزي پرقومي تفرقې پښه کیښوده؛ له پخوانیو دښمنانو سره معاملې وکړې او د افغانستان ټولې برخې يې سره راټینګې کړي.

په افغانستان کې د امریکا یوه پخوانۍ سلاکاره پاولا نیوبرګ وايي؛ دې حقیقت چې خلک د وخت له تېرېدو سره ډیرې خبرې هیروي؛ د جمهور رییس حامد کرزي د کارونو په اړه یو ډول غیر عادلانه قضاوت رامنځ ته کړي:

"افغانستان تر ۲۰۰۱ میلادي کال پورې داسې هېواد و؛ چې خلکو د بیان ازادي نه پيژنده، لوږه وه، صحي امکانات اصلاً نه وو موجود او ښځې په پټه ساتل کېدې. افغانانو د خپل ژوند د ښه کولو هېڅ چانس نه درلود او ډله – ډله د سر پناه کولو لپاره نورو هېوادونو ته تلل."

د پاولا نیوبرګ په باور، جمهور رییس حامد کرزي د حکومتدارۍ په کلونو کې سخت فشار تېر کړ؛ ځکه افغانانو او بهرنیانو زیات توقعات ورڅخه درلودل.
XS
SM
MD
LG