د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

"د پاکستان سفیر د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته وغوښتل شو"


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له خاورې د افغانستان پر سرحدي امنیتي پوستو د حملو د ډیریدو په غبرګون کې د نوموړي هېواد سفیر دې وزارت ته ور وغوښت.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ وویل، چې دا اقدام د افغانستان د ملي امنیت د شورا له لارښوونې سره سم شوی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د یکشنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزارت ته دنده وسپارله، چې پر سرحدي پوستو د حملو د زیاتیدو په غبرګون کې د دې هېواد اعتراض پاکستانیو چارواکو ته ورسوي.

د پاکستان له خاورې د افغانستان پر سرحدي پوستو د حملو زیاتیدل او نورو سرحدي سرغړاونو افغان حکومت دې اته اړ کړ، چې د نوموړي هېواد سفیر ته خپله شدیده اندیښنه او اعتراض وړاندې کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دې هېواد د ملي امنیت د شورا له پریکړې سره سم د دوشنبې په ورځ په کابل کې د پاکستان سفیر ور وغوښت ترڅو خپل حکومت ته د افغانستان اعتراض ورسوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې افغان حکومت هڅه کوي چې دا ستونزه له ډیپلوماتیکو لارو حل کړي:

"د بهرنیو چارو وزارت نن په کابل کې د پاکستان سفیر ورغوښتی وو، ترڅو د هغه له لارې د سرحدي سرغړاونو او د پولي له هغې غاړې د افغانستان پر سرحدي امنیتي پوستو د حملو د زیاتیدو په اړه شدیده اندیښنه او اعتراض پاکستانیو چارواکو ته ورسوي."

د پاکستان له خاورې د افغانستان په سرحدي امنیتي پوستو د حملو د زیاتیدو په هکله د یکشنبې په ورځ د دې هېواد د ملي امنیت په شورا کې هم ډیر بحثونه وشول.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د بهرنیو چارو وزارت ته دنده وسپارله، چې په دې اړه په کابل کې د پاکستان د سفیر له لارې خپل اعتراض او اندیښنه د پاکستان حکومت ته ورسوي.

د راپورونو له مخې د پاکستان له خاورې له څو کلونو راهیسې د افغانستان پر ځینو ختیځو برخو راکټي بریدونه کیږي، چې ډیر ځاني او مالي زیانونه یې هم اړولي دي.

د افغانستان د سرحدي پولیسوعمومي قومندان محمد شفیق فضلي وایي، چې په دې وروستیو کې د پاکستان له خاورې په سرحد کې د افغانستان پر امنیتي پوستو حملو زور اخیستې چې د ده په خبره تلفات یې هم اړولي دي:

"دا واقعیت دی چې په سرحدي پوستو حملې زیاتې شوي، هره ورځ پر ځینو برخو لکه کونړ، نورستان، پچیراګام، خوست، پکتیا او پکتیکا کې حملې کیږي.

دا حملې مخکې هم کیدې خو په دې وروستیو کې زیاتې شوي.

هلته مخالفان هم د پاکستان په خاوره کې میشت دي خو د پاکستان امنیتي پوستې هم هلته حاکمې دي.

دواړو خواوو ته تلفات هم اوښتي موږ د هغوي د تیري پر وړاندې دفاعي حالت لرو."


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ښاغلی مستغنی وایي، چې د پاکستان له خاورې د افغانستان پر سرحدي امنیتي پوستو د حملو د زیاتیدو ترڅنګ د نوموړي هېواد له خوا په پوله کې نورې سرغړاونې هم ډیرې شوي خو ده په دې اړه ډیر جزییات وړاندې نه کړل.

تردې وړاندې افغان چارواکو او له پاکستان سره په پوله کې یو شمېر میشتو افغانانو ویلي وو، چې نوموړي هېواد په ځینو سیمو کې د افغانستان خاوره لاندې کړې او خپلې سرحدي امنیتي پوستې یې د دې هېواد په خاوره جوړې کړي.

خو پاکستان تل د افغان چارواکو له خوا دا ډول خبرې رد کړي او ویلي یي دي، چې د افغانستان حاکمیت او خپلواکي ته درناوی لري.

راپور: نسیم شفق
XS
SM
MD
LG