د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۷

سرپل: په پوځي عملياتو کې ١٦ وسلوال ووژل شول


په سرپل ولايت کې د پوځي عملياتو په نتيجه کې د دولت ١٦ تنه وسلوال مخالفان ووژل شول.

چارواکي وايي دغه عمليات پرون د صياد ولسوالۍ په ناامنيو سيمو کې ترسره شوي، چې په نتيجه کې يې درې تنه وسلوال طالبان ټپيان شوي او درې تنه نيول شوي هم دي.

د سرپل امنيه قوماندان نور حبيب ګلبهاري ازادۍ راډيو ته وويل ښايي د طالبانو تلفات تر دې زيات وي.

قوماندان په دغو عملياتو کې د شپږو افغان پوځيانو وژنه هم تاييد کړه.

د سرپل په ځينو سيمو کې په وروستيو کې ناامني زياته شوې ده.
XS
SM
MD
LG