د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۹

خوست: د حقاني شبکې دوولس وسلوال نیول شوي


نيول شوي کسان خبريالانو ته هم وښوول شول
نيول شوي کسان خبريالانو ته هم وښوول شول
د خوست ولایت چاروکي وايي، چې په تېرو دوو ورځو کې د نوموړي ولایت د علیشیرو، صبریو او غلام خان بندر په سیمو کې د ملي امنیت د ادارې د سرتیرو له خوا د ځانګړو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د حقاني شبکې دوولس وسلوال نیول شوي دي، همدرانګه په نوموړو پوځي عملیاتو کې د وسلوالو څخه یو شمېر وسلې او وسایط هم د افغان ځواکونو لاسته لویدلي دي.

د خوست ولایت چارواکي وايي، چې د راتلونکیو ټاکنو د امنیت د خوندیتوب له پاره د یاد ولایت امنیتي ادارو د خپلو پوځي عملیاتو او فعالیتونو په لړ کې دوولس تنه د حقاني شبکې وسلوال نیولي دي.

د یکشنبې ورځې ناوخته د خوست ولایت مقام مطبوعاتي مسوول مبارزمحمد ځدراڼ، چې د نوموړي ولایت د ملي امنیت د ادارې په انګړ کې د موضوع په تړاو د رسنیو خبریالانو ته مالومات ورکول، وویل چې نوموړي کسان د علیشیرو د چرګوټي، صبریو او غلام خان بندر په سیمه کې نیول شوي دي.

د ده په خبره د ملي امنیت د ادارې له خوا ترسره شوي پوځي فعالیتونه په تېرو دوو ورځو کې سرته رسیدلي او په دې ترڅ کې دوه عرادې موټرونه، درې عرادې موټرسایکل او نورې ګڼې سپکې او درنې وسلې، کارتوس، ریموټ کنټرول ماینونه، مخابرې او نور پوځي تجهیزات، چې وسلوالو غوښتل د هغې نه په استفادې د ټاکنو بهیر ګډوډ وکړي نیول شوي دي:

((دوولس نفره وسلوال مخالفین چې د حقاني شبکې سره مستقیماً ارتباط لري، هغوی د ملي امنیت د منسوبینو له خوا نیول شوي دي، دوی سره دوه عرادې موټر چې یو پلانکوچ او بل هم سراچه موټر دی، همداشان درې عرادې موټرسایکلونه، دوی سره درې میله راکټ انداز، یو میل پیکا، پنځه میله کلاشینکوف، دیارلس دانې شارجورې، اوه میله ټي ټي توفنګچې، اته ویشت ریموټ کنټرول دستګاوې، درویشت دانې چسپکي یا میقناطیسي ماینونه چې ډېر خطرناک واقع کیږي او دوی کوښښ کوي، د خلکو د ګڼه ګوڼې څخه په استفاده يې د دولت پلوه اشخاصو په موټرو پسې خښ کړي.))

مبارزمحمد ځدراڼ وړاندې وویل، چې نوموړي پوځي عملیات د خوست په دریو سیمو کې ترسره شوي دي:

((درې دانې لاسي بمونه، یو د چاودیدونکیو توکو ډک واسکټ، چې په ځانمرګي برید کې ورڅخه کار اخیستل کېده، همدا ډول په لسګونه متره هغه برقي لین، چې په ماینونو کې ورڅخه کار اخیستل کیږي، څلور پايې مخابرې، مختلف النوع مهمات او همداشان ګڼ شمېر چاودیدونکي توکي په دغو چاڼیزو عملیاتو کې ترلاسه شوي دي، ځینو ته يې چې د انتقال وړ نه وو، په هماغه محل کې له منځه وړل شوي دي، دغه عملیات د غلام خان بندر، د علیشیرو په چرګوټي سیمه او د صبریو په ولسوالۍ کې ترسره شوي، چې په دې کې دا ټولې لاسته راوړنې او نیول شوي کسان شامل دي.))

د یادونې وړ ده، درې ورځې وړاندې هم په خوست کې د ملي امنیت د ادارې د منسوبینو له خوا د غلام خان بندر په سیمه کې یو عراده سراچه موټر چې د چاودیدونکیو توکو ډک وو د ليږدونکي سره یو ځای نیول شوي ول.

نجیب الله الوخېل
XS
SM
MD
LG