د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، د انتخاباتو په ورځ به د رای ورکولو ۷۴۸ مرکزونه تړلي وي.
د دې کمیسیون چارواکي وايي چې دا مرکزونه به د بې امنیتۍ او د احتمالي درغلیو د مخنیوي لپاره تړلي پاتې شي.
د بندو مرکزونو لست پرون د انتخاباتو خپلواک کمیسیون او د کورنیوچارو وزارت له خوا اعلان شو. له دې مخکې ویل شوي و، چې څه کم څلور سوه مرکزونه به د امنیتي اندېښنو په خاطر تړلي وي، خو دا دی د نوي لست له مخې د رای ورکولو په سلو کې لس مرکزونه به بند وي.
د رای ورکولو له ټول فهرست څخه د دومره زیات شمېر مرکزونو د اېستلو مسئله احمدتکل د آزادو او عادلانه انتخاباتو د موسسې له اجراییوي مشر جانداد سپین غر سره په مرکه کې څېړلې ده.
ښاغلي سپین غر لومړی دې پوښتنې ته ځواب ووایه چې د رای ورکولو په سلو کې د لسو مرکزونو بند پاتې کېدل به د انتخاباتو مشروعیت او هغه ځانګړتیا چې د انتخاباتو مسوول چارواکي یې د هېواد په کچه سراسري انتخابات بولي زیانمن نه کړي؟