د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۴

امرخېل: د رای ورکولو په ورځ به ۹۰ سلنه مرکزونه فعال وي


د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د مسوولینو د معلوماتو له مخې؛ د انتخاباتو پر ورځ به د ۶۷۷۵ مرکزونو له جملې څخه؛ یوازی ۷۴۸ مرکزونه د ناامنیو او ځینو نورو ستونزو له امله تړلې وي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسون او انتخاباتو ته د کورنیو چارو وزارت د امنیتي کمیټې مسوولینو د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ د انتخاباتو پر مهال به د رایو ورکولو نوی فیصده مرکزونه خلاص اوسي.

د انتخاباتو د امنیتي کميټې ريیس محمد سالم حساس وویل:

"په مجموع کې د هېواد په کچه په نوي فیصده سایټونو کې زموږ عزتمنده خلک په انتخاباتو کې برخه اخیستلی شي.

امنیتي ارګانونو د انتخاباتو د مخه، د انتخاباتو پرمهال او له انتخاباتو وروسته خپل ټول امکانات د پلان سره سم برابر کړي او تیاری یې ورته نیولی دی."


د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي؛ امنیتي ارګانونو ته یې شاوخوا څوارلس میاشتې مخکې د رایو ورکولو د مرکزونو لست سپارلی و.

د کورنیو چارو وزارت مخکې له دی ویلي وو چې؛ یوازې د درې سوه پنځه نوی مرکزونو امنیت نه شي نیولی؛ خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي؛ د دواړو ارګانونو، د نوې ارزیابي له مخې په دغې شمېرې کې درې سوه دوه پنځوس نورهم ورزیات شول چې؛ د ټولو تړلو مرکزونو شمېر اوه سوه اته څلویښتو ته پورته شو.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسون د دارالانشا ريیس ضیاالحق امرخیل؛ د نوي فیصده مرکزونو فعال ساتل یوه ښه لاسته راوړنه وګڼله:

"موږ اوس په ټول هېواد کې یوازې لس فیصده مرکزونه لرو چې؛ انتخابات په کې نه ترسره کیږي او نوي فیصده کې ترسره کیږي.

دغه نوي فیصده د افغانستان خلکو، افغان نظام، د ټاکنو خپلواک کمیسون او امنیتي ارګانونو ته لویه لاسته راوړنه ده."


ښاغلي امرخیل داهم وویل، د انتخاباتو د څارنې لپاره یې دوه لکو څارونکو ته کارټونه ورکړي چې؛ درې سوه په کې بهرنیان دي.

ده وویل، په انتخاباتو کې له هرډول درغلیو سره قانوني چلند وشي.

د افغانستان د جمهوری ریاست او ولایتي شوراګانو انتخابات به د حمل په شپاړسمه ترسره شي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون او د انتخاباتو امنیتي کميټه په داسې حال کې خلکو ته ډاډ ورکوي؛ په دې وروستیو په کابل او ځینو ولایتونو کې د مخالفینو بریدونه زیات شوي دي.

وسله والو طالبان هم ګواښ کړی چې؛ د انتخاباتو پروسه به ګډه وډه کړي؛ خو امنیتي ځواکونه وایي، د انتخابات امنیت یې نیولی دی.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG