د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۶

د ترکيې خلک نن ښاروالان ټاکي


په ترکيه کې به شا و خوا ٥٢ مليونه راجسټر شوي رايه ورکوونکي په ټول هېواد کې د ښاراوالانو او نورو چارواکو د ټاکلو لپاره خپلې رايې وکاروي.

تر دغو انتخاباتو مخکې د صدراعظم رجب طيب اردوغان واکمن ګوند د اداري فساد د رسوايۍ له کبله کمزورى شوى و.

د يوه ثبت شوي غږ د خپرېدو له کبله په حکومت کې دننه اداري فساد په لوړپه لوړه کچه هم رسوا شو، چې په حکومت کې دننه د استبداد څرک هم ورڅخه لګېږي.

د ترکيې حکومت تر دغو انتخاباتو مخکې پر يوټيوب او ټويټر ويبپاڼو بنديز ولګاوه چې دې کار په نړيواله کچه انتقادونه وپارول.

د انقرې اوسېدونکي ونال سابنجو له رويټرز اژانس سره تر رايې اچونې مخکې وويل د انتخاباتو فضا ډېره لانجمنه ده: NC033005

”زه ٧٤ کلن يم، خو په خپل عمر کې مې په داسې سخته فضا کې انتخابات نه وو ليدلي، هيله لرم چې دا وروستي وي او له دې وروسته په سوله ييزه توګه انتخابات وکړو“

د ترکيې د صدراعظم پلويان وايي ده د ترکيې اقتصاد ته وده ورکړې خو د ده مخالفان دى ديکتاتور ګڼي.

په پلازمېنه انقره او استانبول کې د نننيو انتخاباتو نتايج د صدراعظم پر راتلونکي برخليک هم اغېز کوي.

اردوغان په پام کې لري په اګست مياشت کې د ولسشمرۍ انتخاباتو ته ځان کانديد کړي يا هم ښايي د خپل ګوند اصول بدل او بل کال د څلورمې دورې لپاره د صدراعظمۍ څوکۍ ته ځان ونوموي.
XS
SM
MD
LG