د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۲ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۱۵

پښتونخوا ګوند: د تعليم لپاره مرسته غواړو


پښتونخوا ګوند محصلينو سازمان د تعليم لپاره د مياشتني کمپاين وروستۍ ولسي غونډه په کوټه کې شوې، چې د ښوونځيو زرګونو ماشومانو، د هغوى پلرونو او ايالتي وزيرانو هم په کې ګډون کړى دى.

ولسي غونډه کې د پښتونخوا ګوند مشرانو له ملګرو ملتونو غوښتي، چې خلک يې وسلو ته نه، تعليم ته اړتيا لري.
د تعليم د ودې او په خلکو کې د تعليم د محبوبيت لپاره د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د زده کوونکيو د سازمان کمپاين د فبرورۍ پر پينځلسمه نېټه پيل شوى وو او د مارچ پر دېرشمه نېټه يې د کوټې پر باچاخان چوک وروستۍ غونډه وشوه.


د محصلينو د سازمان مشر کبير افغان وويل، چې تعليمي کمپاين يې ډېر خلک د تعليم له ارزښته خبر کړل:

″دا لوى کمپاين به له پښتونخوا وطنه د بې علمۍ ټولې تيارې له منځه وړي، زموږ په زرګونو کارکنان د جنوبي پښتونخوا په سيمو کې په زرګونو کورونو ته لاړو، هر دروازه يې و ټکوله، له خلکو يې و غوښتل چې تاسې خپل بچې په ښوونځيو کې داخل کړئ″

د پښتونخوا ګوند ايالتي مشر عثمان خان کاکړ وويل، په تېرو حکومتونو کې به تر رخصتيو وروسته ښوونځي پر وخت نه پرانيستل کېدل، استادان به نه حاضرېدل او د جولاى تر مياشتې پورې ښوونځيو ته کتابونه نه رسېدل، خو سږ د مارچ د مياشتې په پيل کې ټول ښوونځي پرانيستل شول، استادان حاضر کړاى شول او د مارچ د مياشتې تر پايه کتابونه ښوونځيو ته و رسول. ده له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې خلک يې وسلو ته نه، تعليم ته اړتيا لري:

″موږ ملګرو ملتونو او نړيوالې ټولنې ته وايو، چې زموږ ولس تعليم غواړي، زموږ ولس ترهګر او مذهبي افراطيان نه دي، زموږ خلک سوله خوښوونکي، جمهوري او تعليم خوښوونکي خلک دي.

موږ چاوڼۍ، ميزايل او ټانک نه غواړي او هيڅ ډول پوځي مرسته نه غواړو، موږ د تعليم لپاره مرسته غواړو″

د بلوچستان ايالتي وزير ډاکټر حامد اڅکزي وويل، حکومت به يې په راتلونکي کې هم د تعليم لپاره زيات کار کوي. ده وويل خلک نور پوهېدلي دي او د هغو خلکو خبرو ته غوږ نه نيسي، چې د خپلو سياسي ګټو لپاره د قرآن کريم له آيتونو استفاده کوي:

″ترکى، عرب، پنجاب او سيندى به نر او ښځه تعليم کوي، د امو او اباسين په منځ کې پر افغان ملت باندې دې ترهګر دغه خپل نوى راوړى اسلام تپلى دى، چې پر افغان ملت تعليم ناروا دى، پر ښځه تعليم ناروا دى. د اسلام پر نامه د قرآن مجيد پر آيتونو زموږ د لوى خداى اسلام را بدناموي او نړۍ ته مو د ترهګرو په توګه وړاندې کوي″

ولسي غونډې ته راغلي د ښوونځيو زرګونه زده کوونکي ډېر خوشاله ښکارېدل، په دوى کې ډېر داسې ماشومان هم وو، چې پلرونو په لومړي ځل په ښوونځيو کې داخل کړي وو. يوه زده کوونکې روښانه بړېڅې وايي، اوس ډېرې کورنۍ دې ته اماده شوې دي، چې پخپلو لوڼو هم تعليم وکړي:

″هر مور پلار ته دغه وايو، چې خپل کوشنيان په ښوونځيو کې داخل کړي. لکه ملالۍ يوسفزۍ چې دومره ستر کار وکړ، زه هم غواړم د تعليم لپاره کار وکړم، که مي څوک په ګولۍ ولي هم پروا يې نه کوم. زه پخپل سوچ وايم، چې د تعليم په هکله بايد نجونو ته زيات ارزښت ورکړل شي″

د يادونې وړ ده، چې د بلوچستان اوسني ايالتي حکومت تر تېر هر حکومت د تعليم لپاره زياته بوديجه ټاکلې ده او له لومړي تر لسم ټولګي پورې د وړيا او لازمي تعليم او په مورنيو ژبو د زدکړې قرارداد يې هم تصويب کړى دى. د تعليم د وزارت د ايالتي سلاکار په وينا دوى سږ کال يواځې د لومړي ټولګي کتابونه چاپ کړي دي، خو پر ښوونځيو يې لا نه دي وېشلي.

رپوټ: بارکوال مياخېل، کوټه
XS
SM
MD
LG