د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۲ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۴۶

مودي به د هند په انتخاباتو کې مخکې وي


که چېرې په هند کې د اپوزيسيون مشر ناريندرا مودي د مې مياشتې په انتخاباتو کې بريالى او د دې هېواد نوى صدراعظم شي؛ د نړيوالو مسايلو په اړه به نوى دريځ غوره کړي؛ د ساري په توګه له چين او له خپل بل رقيب هېواد پاکستان سره به د ځمکې پر سر د لانجو په اړه.

ناريندرا مودي چې يو هندو متلپال دى، په هغو انتخاباتي مبارزو کې چې د اپرېل پر اوومه د پنځو اوونيو لپاره پيلېږي، ښايي تر نورو مخکې وي.

دى د دوو ګاونډيو هېوادونو چين او پاکستان په اړه په تونده لهجه خبرې کوي.

د انتخاباتي هڅو پر مهال يې چين ته خبردارى ورکړ؛ چې د پراختيا غوښتنې خوبونه دې پرېږدي او په هند کې يې د ځينو سخت دريځو وسله والو د حملو له کبله د پاکستان پرضد ځينې خبرې کړې وې.

ناريندرا مودي په شمال ختيځ ايالت اروناچل پردېش کې چې چين يې هم پر مالکيت دعوه لري، په يوه غونډه کې وويل، د خپلې خاورې پر سر قسم خورم چې ساتنه به يې کوم.

هند، پاکستان او چين درې واړه اټومي طاقتونه دي چې د افغانستان په وړاندې د خپلو دريځونو په خاطر ماهرانه مانورونه کوي.

هند تر اوسه درې وارې له پاکستان سره جګړه کړې او په ١٩٦٢م کال کې يې له چين سره هم د خپلې خاورې د يوې برخې د مالکيت پر سر يوه لانجه کړې وه.

هند او پاکستان په ٢٠٠١م کال کې هم جګړې ته نژدې شوي وو؛ خو تر هغه راوروسته هند يو نرم سياست خپل کړ.

د هند د صدراعظمۍ مقام ته کانديد مودي د کانګرس واکمن ګوند چې د هند په ٦٧کلن تاريخ کې ٥٠ کاله پر قدرت پاتې شوى؛ د ملي امنيت په چارو کې يو کمزورى ګوند وباله.

دا په داسې حال کې ده چې؛ هند له ٢٠٠٧ څخه تر ٢٠١١م کلونو پورې د نړۍ له هغو هېوادونو څخه و؛ چې د ١٢ اعشاريه اووه مليارده ډالرو په ارزښت يې ډېر جنګي تجهيزات رانيولي دي.

په ستاکهلم کې د جګړې او سولې د څېړنو د نړيوال انسټیټیوټ د معلوماتو له مخې، په دغو تجهيزاتو کې ساده جنګي وسايل او جنګي بېړۍ شاملې دي.

د ناريندرا مودي دوه مرستيالان وايي، که چېرې مودي انتخابات وګټي بهرنى سياست به يې جدي وي او هڅه به وکړي چې سيمه ييز کړکېچونه هم کم کړي چې په دې توګه د هند اقتصادي ودې ته زمينه برابره شي.

مودي خپله د خپل بهرني سياست په اړه خبرې نه دي کړي، خو د پخواني صدراعظم اتل بيهاري واجپاى ستاينه يې کړې، چې د بهارتيا جناتا د ګوند و او د څو اټومي ازموينو امر يې ورکړى و.

د مودي سلاکارانو د نوم نه ښوولو په شرط ويلي، که چېرې مودي واک ته ورسېږي ډېر ژر به په سيمه کې د خپل هېواد ګټې مشخصې کړي او تر ټولو مخکې به له چين سره خپله ځمکنۍ لانجه حل کړي، د هند په سمندر کې به د خپل هېواد نفوذ زيات کړي او د سخت دريځو وسلوالو په وړاندې به جديت غوره کړي.

هند ګومان کوي چې دغه وسلوال د پاکستان له خوا حمايه کېږي.

د هند اوسنى صدراعظم من موهن سنګ له پاکستان سره د ښو اړيکو غوښتونکى دى، خو دغه هڅې يې په هند کې دننه د هغو کسانو له مخالفت سره مخامخې شوي، چې پاکستان په ٢٠٠٨م کال کې پر ممبۍ په بريدونو تورنوي چې په نتيجه کې يې ١٦٦ کسان وژل شوي وو.
XS
SM
MD
LG