د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۲ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۴۶

سناتورانو په انتخاباتي دفترونو وروستۍ دوه پرلپسې حملې وغندلې


د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمېرغړیو په کابل کې په انتخاباتي دفترونو باندې وروستۍ دوه پرلپسې حملې وغندلې.

سناتورانو ویل، دا ډول حملې په انتخاباتو کې خلک له ګډونه نه شي منع کولای.

د مشرانو جرګې یو شمېر غړي په کابل کې په انتخاباتي مرکزونو باندې وروستۍ حملې د بهرنیو استخباراتي کړیو دسیسې بولي.

دوی وايي، افغانان پوهیږي چې له ستونزو څخه د وتلو یوازینۍ لاره په راتلونکو انتخاباتو کې د دوی پراخ ګډون دی.

د یکشنبې په ورځ د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې په دې اړه پراخ بحث وشو دوو سناتوارنو فریدې کوچۍ او انارکلي هنریار په دې اړه وویل:

″۱: په نره د انتخاباتو صندوقو ته ورځو رایې ورکوو په میړانه به د خپلې خوښې کاندید ته رایې ورکړو، دوی دې داسې فکر نه کړي چې افغانان به رایه ورنه کړي رایه ورکوو،هرڅومره چې امنیت خراب هم شي موږ به رایه ورکړو.

۲:له ټولو هغه کسانو څخه چې په شرایطو برابردي ،زما غوښتنه داده چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي او خپله رایه ورکړي.″


په وروستیو شاوخوا لسو ورځو کې وسلوالو مخالفینو په کابل کې څلور ډله یېزې انتحاري حملې وکړې.

له دې څخه دوه حملې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په مرکزي دفتر او په یوه ساحوي دفتر وې.

دا حملې ملګرو ملتونو ،امریکا او افغان حکومت دغه هم وغندلې.

د دغو حملو وروستۍ یې د شنبې په ورځ په کابل کې دانتخاباتو په مرکزي دفترباندې وه چې د امنیتي چارواکو په وینا د پنځو انتحاریانو په مرینې سره پای ته ورسېده.

د دې کمېسیون چاروکو دا حملې دافغانستان د دښمنانو کار وباله او یوځل بیا یې ژمنه وکړه چې دانتخابات به په خپل وخت ترسره کیږي.

د افغانستان دانتخاباتو خپلواک کمېسیون د دارلانشا رییس ضیاالحق امرخیل له حملې وروسته خبریالانوته په دې اړه وویل:

″زه په دې باور لرم چې دا ډول حملې به دانتخاباتو خپلواک کمېسیون له حملو نه منع نه شي کړای انتخابات به دایریږي،دا انتخابات به دحمل په شپاړسمه په ټول افغانستان کې ترسره کیږي،ولس ژمن دی دوی په انتخاباتو باور لري ،دوی په یوالي باورلري ،څومره چې حملې زیاتیږي هومره دولس قوت زیاتيږي.″

ټاکل شوې چې د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخابات د روانې میاشتې په شپاړسمه ترسره شي.

وسله والو مخالفانو په بیا بیا د دې پروسې دګډوډولو ګواښ کړی.

خو افغان امنیتي چارواکي ډاډ ورکوي چې دانتخابات به په پوره ډول دامن په فضا کې ترسره شي.

راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG