د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۲ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۲۸

په افغانستان دننه او بهر خلکو له ابوذر سره خواخوږي ښودلې


پر کابل سرینا هوټل د حملې له امله د وژل شوي خبریال سردار احمد غمیزې او د هغه ټپي زوی ابوذر نه یواځې افغانان بلکې په نړۍ کې ډير نور خلک هم اغیزمن کړي دي.

د سردار احمد کورنۍ له افغان حکومت، ټولو عامو افغانانو او د هندوستان سینما له وتلې څیرې امیتابچن نه مننه کوي چې؛ دوی سره یې د سردار احمد د وژل کېدو او د ابوذر د ټپي کیدو له امله همدردي ښودلې ده.

د سردار احمد وراره تورج محمد آزادي راډیو ته وویل چې؛ افغانانو تل له یو بل سره په همدردۍ ښودلې چې ډیر مهربانه خلک دي.

"زه د خپلې کورنۍ په استازیتوب د ټولو دوستان له غم شریکي؛ د فرانسې د ولسمشر، ولسمشر کرزي چې تېره ورځ د ابوذر پوښتنې ته ورغی؛ په ګډون له ټولو دوستانو څخه مننه کوم.

موږ ته د ابوذر د درملنې لپاره ډیر وړاندیزونه شوي؛ زه د خپلې کورنۍ په استازیتوب نه غواړم چې حتی د سوداګرو له وړاندیزونو هم سترګې پټې کړم.

د ابوذر په مساله کې مو د افغانانو اتحاد ولیده چې؛ له ټولې نړۍ نه یې له ابوذر سره همدردي وښودله."


دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ولسمشر کرزی ایمرجنسي روغتون ته په کابل سرینا هوټل د حملې له امله د ټپي شوي ابوذر عیادت ته ورغی.

بل خوا د هندوستان د سینما وتلي لوبغاړي امیتاب بچن هم د سردار احمد له ټپي زوی ابوذر سره د خپلې ټویټر پاڼې له لارې همدردي ښودلې ده.

تر دې مخکې داسې ویل کېدل چې امیتاب بچن د ابوذر د تعلیم او تربیې او له هغه سره د مالي مرستې ژمنه کړې.

خو د ابوذر کورنۍ وایي چې، امیتابچن له ابوذر سره یواځې همدردي ښودلې چې دوی ډیره مننه ترې کوي.

ابوذر د نوي کال په شپه په کابل سرینا هوټل د وسله والو مخالفینو له خوا په حمله کې ټپي شو؛ مور، پلار، خور او ورور یې ووژل شول.

بل خوا په کابل کې د ایمرجنسي روغتون مسوولین؛ چېرته چې ابوذر بستر دی؛ وایي چې، دا مهال د دې ماشوم روغتیایي حالت ډیر ښه شوی دی.

د دې روغتون د جراحي څانګې یو ډاکټر عبدالعظیم شهیر آزادي راډیو ته وویل چې؛ ښايي دوه درې ورځې وروسته ابوذر له روغتون نه رخصت شي.

"د ابوذر جان وضعیت اوس فضل د خدای ډېر ښه دی؛ اوس کولی شي چې له خپلو خپلوانو سره خبرې وکړي او هغوی پيژني.

زموږ له نظره وضعیت یې اوس د قناعت وړ دی او تر درملنې لاندې دی. یو دوه نور پانسمانونه یې پاتې دي چې؛ زخمونه یې وګورو؛ نو ښایي یو دوه درې ورځې وروسته رخصت شي."


خو ولسمشر کرزي د شنبې په ورځ د ابوذر د عیادت پر مهال د عامې روغتیا وزیرې ته لارښوونه وکړه چې؛ دغه ماشوم د لا ښې درملنې لپاره کوم بهرني هېواد ته ولیږي.

د ابوذر کورنۍ هم دا خبره تاییدوي او وایي چې، د عامې روغتیا وزارت ژمنه کړې چې؛ ابوذر به د ښې درملنې لپاره ترکیې ته ولیږي.

خو د ایمرجنسي روغتون ډاکټرانو په دې اړه بې خبري وښوده.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG