د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۲

په زابل کې ځانمرګي بريد يو سرتېری وواژه


نن سهار په زابل کې د کابل کندهار پر لويه لاره پر بهرنيو سرتېرو ځانمرګی بريد شوی دی، چې پکې يو تن بهرنی سرتېری وژل شوی او درې نور ژوبل دي. دغه بريد د زابل په شهرصفا ولسوالۍ کې شوی دی.

ځانمرګی بريد نن سهار د لسو بجو په شاو خوا کې د شهرصفا ولسوالۍ په اسحاقزو سيمه کې د رومانيايي سرتېرو پر يوه موټر شوی دی، چې پکې يو رومانيايي سرتېری وژل شوي او درې نور ژوبل دي.

په دغه بريد کې دوه تنه افغان مسافر هم ژوبل شوي دي.

د شهر صفا ولسوال عبدالخالق خان وايي، يوه ځانمرګي بريد کوونکي چې په بمونو بار ټونس ډوله موټر يې را روان کړی وو، د کابل کندهار پر لويه لاره يې خپل موټر د رومانيايي سرتېرو له موټر سره ټکر کړی دی.

دی وايي، په پېښه کې ټپي شوي افغانان په شهر صفا ولسوالۍ کې تر لومړنۍ درملنې وروسته د کندهار ميرويس روغتون ته لېږدول شوي دي.

“يو ځانمرګي خپل ټونس موټر د رومانيايانو له موټر سره ټکر کړی دی، چې پکې درې رومانيانيان ټپيان شوي او يو وژل شوی دی. په دغه ځای کې دوه تنه عام افغانان هم ژوبل شوي دي، چې په شهرصفا کې مو د هغوی لومړۍ درملنه وکړه او وروسته مو کندهار ته ولېږل. په ټپيانو کې د يوه روغتيايي حالت نازک وو.”

تر اوسه پورې د بريد مسووليت چا نه دی منلی.

څو ورځې وړاندې د زابل په مرکز کې د دغه ولايت د امنيت پر امر هم وسله وال بريد شوی وو، خو هغه ورڅخه روغ وتلی وو.
XS
SM
MD
LG