د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۲ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۲۷

د لوګرپه څرخ ولسوالۍ کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې


د لوګر د څرخ ولسوالۍ سیمه ییزه شورا او قومي مشران وایي، چې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې په دې ولسوالۍ کې ملکي خلکو ته تلفات اوښتي دي.

دوی ازادي راډیو ته وویل، چې په څرخ ولسوالۍ کې له تیرو لسو ورځو راهیسې د افغان ځواکونو عملیات پیل شوي چې تر څلویښتو زیات ملکي وګړي په کې مړه او ټپیان شوي دي.

په لوګر کې د څرخ ولسوالۍ د سیمې ییزې شورا مشر او یو شمېر قومي مخور وایي، چې په دې ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې یوولس ملکي وګړي وژل شوي او پنځه دیرش ټپیان دي.

د څرخ ولسوالۍ د سیمه ییزې شورا مشر محمد نعیم ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دې ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو عملیات له تیرو څه باندې لسو ورځو راهیسې پیل شوي او لا هم دوام لري.

ده څرګنده کړه، چې په دې عملیاتو کې تر ډیره ښځو او ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې:

"کله چې طالبان له کوڅو نه پر دوی کوم ډز وکړي امنیتي ځواکونه هغه ځای په توپونو او هاونونو ولي.

تاسو کولای شئ د کابل په ایمرجنسي روغتون او د لوګر د عامې روغتیا په روغتون کې زموږ ټپیان وګورئ، چې ښځې، ماشومان او سپین ږیري په کې شامل دي.

یوولس تنه وژل شوي او پنځه دیرش نور ټپیان دي."


په همدې حال کې د څرخ ولسوالۍ د سیمه ییزې شورا غړي ملک عبدالله ازادۍ راډیو ته وویل، چې دوی د افغان امنیتي ځواکونو له عملیاتو نه ډیر په پتنګ شوي.

د ده په خبره په دې اړه یې خپل شکایتونه د لوګر والي او په ولسي جرګې کې د دې ولایت ځینو استازو ته هم رسولي دي.

ملک عبدالله له څرخ ولسوالۍ نه په داسې حال کې له ازادۍ راډیو سره پر ټیلیفون خبرې کولې چې د ډزو غږونه هم اوریدل کیدل:

"زموږ پر سیمه سلګونه هاوانونه لکه باران داسې وري،ایا موږ ماشومان او د ژوند کولو حق نلرو.

پر موږ داسې حال دی تاسو ورته غوږ ونیسئ."


څرخ د لوګر له نا امنه ولسوالیو څخه ده چې وسله وال مخالفان په کې پراخ فعالیت لري.

تر دې وړاندې هم له دې ولسوالۍ نه د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والومخالفانو د نښتو ډیر راپورونه خپاره شوې.

د لوګر والی نیازمحمد امیري هم وایی چې افغان امنیتي ځواکونو د انتخاباتي مرکزونو د امنیت د ټینګښت لپاره په څرخ ولسوالۍ کې عملیات پیل کړي اوپه ډیراحتیاط یې پرمخ وړي.

ده وویل، چې د څرخ ولسوالۍ له قومي مشرانو سره تر لیدنې وروسته یې د لوګر امنیتي مسوولانو ته لارښوونه کړې چې ملکي وګړو ته ډیر پام وکړي:

"دا د بلې خوا حرکت دی چې نه غواړي دولتي ارګانونه هلته کنټرول پیدا کړي.

موږ هڅه کوو چې عملیات داسې ترسره شي چې ملکي وګړو ته په کې زیان ونه رسیږي.

موږ د انتخاباتو په درشل کې یو او د انتخاباتي مرکزونو امنیت باید ټینګ شي.

زه د لوګر د والي په توګه د دې عملیاتو په اړه همدومره معلومات لرم."

ښاغلي امیري په څرخ ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې یوازې د یوه ملکي وګړي وژنه او د څلورو ټپیانیدل تایید کړل.

په لوګر کې له څرخ سربیره خروار او ازره هم له نا امنو ولسوالیو څخه دي.

څه موده وړاندې په لوګر کې د انتخاباتو د سیمه يیز دفترمسوول ازادي راډیو ته تایید کړل، چې په دې درېیو ولسوالیوکې د امنیتی ستونزو له امله شاوخوا دیرش مرکزونوته انتخاباتي مواد نه دي رسول شوي.

ده د لوګر له امنیتي ارګانونونه غوښتي وو چې په څرخ،خرواراوازرې ولسوالیوکې امنیت ټینګ کړي ترڅو دوی وکولای شي هلته انتخابات ترسره کړي.

راپور: نسیم شفق
XS
SM
MD
LG