د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۲ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۴۳

بلوچستان کې پر راډار ډله ييز بريد، يو پوليس وژل شوى


پرون وسلوالو د بلوچستان په ساحلي سيمه پسني کې د نصب شوي راډار بريد کړى، چې يو امنيتي سرتېرى يې وژلى، يو يې ټپي کړى دى.

د بريد مسووليت کومې ډلې نه دى منلى. له دې راډار څخه اروپايي او خليجي هېوادونو ته تلونکي هوايي پروازونه کنټرولېږي.

پسني د بلوچستان د ساحلي ښارګوادر ختيځ لور ته په شاوخوا ١٣٠ کيلوميټرۍ کې پرته ساحلي سيمه ده، چې له کوټې څخه شاوخوا زر کيلوميټره لرې ده. د شنبې په ماښام په پسني سيمه کې هوايي ډګر ته نيژدې وسلوال د يوه نصب شوي راډار ودانۍ ته ور ننوتل او هلته په امنيت ګومارل شوي پوليس يې يرغمل کړل.

د ګوادر سيمې پوليس چارواکي وايي شاوخوا شل تنه وسلوال په دوو موټرو کې سپاره راغلي وو او د راډار په ودانۍ کې يې يو پوليس ساتونکى وژلى، يو بل يې ټپي کړى او اووه نور سيمه ييز پوليس يې يرغمل کړي وو، خو وايي ژر د پېښې ځاى ته نور ګڼ پوليس ور ولېږل شول او وسلوال وتښتېدل.

خو د بلوچستان د کورنيو چارو د وزارت دفتر وايي، اته تنه وسلوال په درنو او سپکو وسلو سنبال وو او پر نصب شوي راډار يې ډزې هم کړي، چې وايي د راډار ودانۍ يې زيانمنه کړې او راډار ته يې تخنيکي تاوان هم اړولى، خو وايي راډار اوس فعال دى او سم کار کوي. وسلوالو له راډار سره بمونه هم ښخ کړي وو، چې د پوليسو په وينا هغه اوس ناکاره کړاى شوي دي.

د ګوادر سيمې يو سيمه ييز خبريال بهرام بلوڅ وايي، د دې راډار په وسيله خارجي پروازونه کنټرولېږي:

″د دې راډار په وسيله د خليجي او اروپايي هېوادونو پروازونه کنټرولېږي، سيمه ييز چارواکي او د ملکي هوانوردۍ سرچېنې وايي راډار خوندي دى او هيڅ زيان ورته نه دى رسېدلى″

د بلوچستان د کورنيو چارو د دفتر په وينا، په پسني کې د راډار ودانۍ اوس په بشپړ ډول د دوى تر کنټرول لاندې دي او په وسلوالو پسې يې په سيمه کې پلټنه پيل کړې ده.

د دې بريد مسووليت تر اوسه کومې وسلوالې ډلې نه دى منلى، خو تر دې پخوا هم له ايران سره پر پوله د بلوچستان په سرحدي سيمه کې په وار وار پر حکومتي تاسيساتو تو او امنيتي سرتېرو وسلوال بريدونه شوي چې مسووليت يې تل د بلوڅو وسلوال سازمانونه پر غاړه اخلي.

د يادونې وړ ده، چې يونيم کال وړاندې هم په پسني کې وسلوال پر همدې نصب شوي راډار وسلوال بريد کړى وو، خو کوم زيان يې ورته نه وو اړولى.

رپوټ: بارکوال مياخېل، کوټه
XS
SM
MD
LG