د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۲۲

"د افغانستان د انتخاباتو نتایج د امریکاپر ستراتیژیکو ګټو پراخ اغیز لري"


د شنبې په ورځ ګڼو لویدیځو ورځپاڼو په افغانستان کې د راتلونکو انتخاباتو په اړه پر روانو انتخاباتي مبارزو او د دې انتخاباتو په درشل کې د طالبانو له خوا د بریدونو په زیاتیدو لیکنې خپرې کړې دي.

لاس انجلس ټایمز:

د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه ”د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو درې احتمالي ګټونکي“ سرلیک لاندې یوه مقاله کې وايي، د افغانستان د اپریل د پنځمې نیټې انتخاباتو په اړه د منفي سرلیکونو تصور اسان دی. د ورځپاڼې په وینا یو شمېر کاندیدان له اوسه هڅه کوي چې؛ لویدیځوالو کې داسې یو نظر پیاوړی کړي چې؛ دوی یوازې هغه مهال احتمالي دوېیم پړاو ته ورځي چې؛ که په انتخاباتو کې درغلۍ وشي.

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه زیاتوي. په افغانستان کې یو داسې نوې ولسمشر ته د واک سوله ییز انتقال چې په افغانانو کې په پراخه توګه منل شوی؛ د څو دلایلو له مخې حیاتي ارزښت لرې.

د ورځپاڼې په باور په دې کې د افغانستان راتلونکی ثبات؛ د افغانستان سره د مرستې لپاره د امریکا په کانګرس کې ملاتړ ساتل او د دې باوري کول چې، افغانستان به بیا د امریکا خلاف د تروریستانو په ځاله نه بدلیږي مهم دلایل دي.

واشنګټن پوسټ:

بلې امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په افغانستان د راتلونکو انتخاباتو په اړه د امریکا په عکس العمل لیکنه کړې او وايي، د افغانستان د راتلونکو انتخاباتو نتایج د امریکاپر ستراتیژیکو ګټو پراخ اغیز لري.

په واشنګټن پوسټ کې د خپرې شوې تبصرې زیاتوي؛ په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتۍ شوراګانو انتخابات ترسرکیږي؛ د دې وخت دی چې موږ له دې انتخاباتو څخه د شتو حقایقو پر بنسټ توقعات ولرو او خپل اقدامات له خپلو ګټو سره یو شان وساتو.

واشنګټن پوسټ په انتخاباتو کې د احتمالي درغلیو او ستونزو په اړه یادونه کوي او وايي، دا مهال د امریکا متحدو ایالتونو ته په کار دي چې؛ پوه شي هغه څه چې په دی اتخاباتو کې ډیر مهم دي هغه د افغانستان اوږدمهاله ثبات دی او دا ثبات یو داسې نوې ولسمشر ته چې افغانانو په پراخه توګه منلی وي؛ د واک د سوله ییز انتقال له لارې تر ټولو ښه تر لاسه کیدای شي.

لیکوال وايي، ډیموکراسي هم مهمه ده او له شک پرته ورته نه پاملرنه ثبات زیانمنولی شي، خو لومړیتوب باید دا نه وي چې انتخابات دې له هر پلوه بشپړ وي.

د تبصرې لیکوال زیاتوي، افغانان ښايي په دې انتخاباتو کې د بې نظمیو بیلابیلې بڼې او په کمه اندازه درغلۍ وزغمي.

د لیکنې په باور، پراخ تاوتریخوالي او په اوسني نازک سیاسي تعادل کې ګډوډي یوازې هغه مهال ممکنه ده چې په انتخاباتو کې څرګنده لاس وهنه یو داسې څوک واک ته ورسوي چې په دې هیواد کې کم ملاتړ ولري.

ګڼو نور لویدیځو ورځپاڼو بیا د شنبې په وځ په کابل کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسون پر مرکزي دفتر د برید په اړه راپورونه خپاره کړي.

واشنګټن پوسټ په کابل کې د انتخاباتو په دفتر د شنبې د ورځې برید ته په اشارې وايي : په داسې حال کې چې طالبانو افغانستان کې پر لویدیځو اهدافو خپل بریدونو ته زور ورکړی په عین حال کې په افغان حکومتي ادارو او ولسي اهدافو یې هم بریدونه دوام لري.

ورځپاڼه وايي، افغان او امریکايي چارواکي ګومان کوي چې د انتخاباتو په رانژدې کیدو سره به راتلونکې اونۍ هم تاوتریخوالي همداسې پاتې شي او یا به له دې هم زیات شي.

ټیلیګراف:

ټیلیګراف بریتانوي ورځپاڼې هم د طالبانو وروستیو بریدونو ته په اشارې وايي، داسې ویره شته چې د افغانستان په دې انتخاباتو کې به هم هغه تاوتریخوالي تکرار شي چې د ۲۰۰۴ او ۲۰۰۹ م کلونو په انتخاباتو کې د وسلوالو طالبانو له خوا راپورته شوی و.

د ټیلیګراف په وینا په افغانستان کې یو وار بیا د خونړیو انتخاباتو ترسره کیدل به د نړیوالو مرسته کونکو هغه ادعاوې تر پوښتنې لاندې راولي چې وايي ددوی درنو لګښتونو په افغانستان کې یو فعال دولت رامنځ ته کړی دی.
XS
SM
MD
LG