د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۴

"پاکستان د افغانستان د انتخاباتو د ګډوډولو هڅې کوي"


افغان امنیتي مسوولین وایي، که څه هم، پاکستان د افغانستان د انتخاباتو د ګډوډولو هڅې کوي، خو له دې سره سره ډاډ ورکوي چې دا هڅې به د انتخاباتو مخه ونه نیسي.

د دفاع وزیر جنرال بسم اله محمدي، د کورنیو چارو وزیرمحمد عمر داود زی او د ملي امنیت د عمومي ریاست سرپرست رحمت اله نبیل د شنبې په ورځ د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته ورغوښتل شوي وو؛ څو د وروستیو ناامنیو په اړه وضاحت ورکړي.

د دفاع وزیر جنرال بسم اله وویل، د روانو ناامنیو سرچېنی له پولې اخوا ده. ده پر پاکستان انتقاد وکړ چې، په افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره هیڅ همکاري نه کوي:

"په هېڅ صورت کې د دې پروسې خنډ کېدای نه شي.

بلکې هغه چاودنې او ځان وژنې چې د امنیتي ځواکونو له نظره پټ پاتې او دبې ګناه خلکو د وژنې سبب کیږي؛ ترسره کوي یې او دوام لري.

د دې حملو ځایونو په پاکستان کې دي او هېڅ داسې یوه نښه ونه لیدل شوه چې؛ زموږ د سولې او ثبات لپاره دې د پاکستان همکاري وښيي."


د هېواد د درې ګونو امنیتي ځواکونو مسوولین د دې لپاره ولسي جرګې ورغوښتي وو چې؛ په دې وروستیو کې په کابل او ځینو نورو ښارونو کې د وسله والو مخالفینو حملې زیاتې شوي دي.

د کورنیو چارو وزیر ښاغلي داوودزي وویل؛ د مخالفینو د حملو هدف دا دی چې؛ د افغانستان د خلکو او حکومت، د حکومت او نړېوالې ټولنې ترمینځ بې باوري رامینځته او د انتخاباتو پروسه ګډه وډه کړي.

ده داهم وویل، په کشفي ارګانونو کې اوس هم نیمګړتیاوې شته؛ خو هڅې روانې دي چې؛ له مینځه لاړې شي.

داوودزي وویل، په پاکستان کې اوسمهال د اکثرو مدرسو زده کوونکي افغانستان ته لیږل شوي دي:

" له یوې نیمې میاشتې نه راپدېخوا په پښتونخوا او بلوچستان ایالت کې څو مدرسې وتړل شوې او هغه طالبان چې روزل شوې او تېرایستل شوي وو، افغانستان ته یې راولیږل په دې بهانه چې دا د اپینو دوهلو وخت دی. خو موږ پوهیږو چې دا یې د څه لپاره راولیږل. "

د ملي امنییت د عمومي ریاست سرپرست رحمت اله نبیل وویل؛ پاکستان هڅه کوي چې، په افغانستان کې له انتخابات وروسته حالات بې ثباته وویني د همدې لپاره د افغانستان راتلونکو انتخاباتو ته جعلي کارټونه چاپیږي:

"بل کار چې په سر کې یې پاکستان دی، د انتخاباتو وروسته د افغانستان د بې ثباته کولو هڅې دي. کره اسناد لرو چې د پاکستان استخباراتي اداره او ځینې نور ګروپونه لګیا دي، په انتخاباتو کې د بې نظمي رامینځته کولو ته؛ کارټونه چاپوي؛ څو د انتخاباتو شفافیت ته زیان ورسوي. "

ښاغلي نبیل په دې اعتراف وکړ چې؛ اوس هم د امنیتي ارګانونو ترمینځ د هم اهنګي د نشتوالی ستونزه په بشپړه توګه اواره شوې نه ده.

له دې سره سره ښاغلي نبیل د هېواد سیاسي پایښت له انتخاباتو سره تړلی وګاڼه او د انتخاباتو په ترسره کېدو یې تاکید وکړ.

سره له دې چې د مخالفینو وروستيو بریدونو لسګونو افغانانو ته مرګ ژوبله واړوله؛ خو امنیتي ځواکونه وایي چې، د تېرو انتخاباتو په نسبت راروانو ته تدابیر جدي او پراخ کړي دي.

راپور: خان محمدسیند
XS
SM
MD
LG