د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

نبیل: یو پخوانی سناتور دیوې انتحارې حملې په تنظیمولو کې لاس لري


د ملي امنیت د ریاست سرپرست وايي، سره له دې چې په یوې انتحارې حملې کې د یوه پخواني سناتور د لاس لرو په اړه اسناد او شواهد لري؛ خو نه شي کولای چې په دې اړه اقدامات وکړي.

رحمت الله نبیل د دې پخواني سناتور نوم ونه ښود.

ښاغلي نبیل چې د شنبې ورځې یې د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وینا کوله وویل؛ چې د هېواد وضعیت ته په کتو په دې قضیې کې جدي اقدام نشي کولای:

"په دې مسایلو کې موږ کاملاً اسناد لرو، دا تاسې په واضح ډول وایم، اما اوس يې وخت نه دی، په دې دلیل چې تاسې هم پوهیږﺉ که چېرې موږ خلک د قاچاقبر، جاسوس، د تروریزم همکار، مفسد، یا جنګې جنایتونو په تورو ونیسو دا به په هېواد کې د لوی جنجال سبب شي. "

نوموړی په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې؛ ځینې خلک فکر کوي چې؛ وسله وال مخالفین په امنیي ځواکونو او یا دولتي چارواکو کې له خپل نفوذ نه په استفادې سره کوي.

د ولسي جرګې یو شمیر غړو هم وویل؛ سره له دې چې د ملي امنیت عمومي ریاست په دې اړه اسناد او شواهد لري، تراوسه کوم اقدام نه دی کړی.

د دې جرګې یوه غړي احمد شاه رمضان وویل چې؛ امنیتې اورګانونه باید لاس په کار شي.

"امنیتې اورګانونه د کورنیو چارو او دفاع وزارتونه تل وايي چې؛ په فلاني ځای کې انتحاري کیږي او فلاني ځای ته راځي، دا ټول راپورونه دي، کله جې تاسې پوهیږﺉ چې انتحاري کیږي؛ ولې تاسې مخه نه نیسئ، دولس کاله کیږي چې تاسې داخبرې کوی خو هیڅ عمل نه کوی. "

که څه هم تل ویل کیږي چې، ښايي په ځینو انتحاري حملو کې له وسله والو طالبانو سره د دولتي کړیو یا ارګانونو له منځه مرسته کیږي؛ خو د ځینو کتوونکو په باور له دې مسالې سره جدي چلند نه دی شوی.

دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو په رانږدې کېدو سره په وروستیو لسو ورځو کې په کابل ښار کې څلور پرله پسې وسله والې حملې وشوې.

راپور: ناجیه ساپۍ
XS
SM
MD
LG