د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۲

کابل: د انتخاباتو پر دفتر ٥ حمله کوونکي ووژل شول


افغان امنیتي چارواکي وایي، هغه پنځه وسله وال حمله کوونکي یې له منځه یووړل چې د کابل په ختیځ کې یې د انتخاباتو د خپلواک کمیسون له دفتر سره نږدې په یوې ودانۍ کې سنګر نیولى و.

د کورنیو چارو د وزارت مرستیال ایوب سالنګي نن ماښام خبریالانو ته وویل چې پدې پیښه کې له حمله کوونکو سربیره چې وژل شوي، دوه تنه پولیس هم ټپيان شوي دي.

بلخوا د کابل د هوایي ډګر رییس یعقوب رسولي آزاډي راډیو ته وویل چې د دې حملې له پیل سره سم د کابل نړیوال هوايي ډګر وتړل شو.

رسولي وویل چې څنګه نښته ختمه شي د کابل د هوایي ډګر پروازونه به بیرته پیل شي.

په ورته وخت کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسون ویاند نور محمد نور آزادي راډیو ته وویل چې په دې پيښه کې د دوی کارکوونکو ته زیان نه دى اوښتى.

وسله والو طالبانو د حملې مسوولیت منلې او ویلي یې دي چې د حملې هدف د انتخاباتو خپلواک کمیسون وو.
XS
SM
MD
LG