د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۷

کوټه کې پر ملېشه وو چاودنې اتلس ټپيان کړي، يوه ماشومه يې وژلې


په کوټه کې بمي چاودنه شوې، چي يوه ماشومه پکې وژل شوې او د څو ملېشه سرتېرو په شمول اتلس تنه پکې ټپيان شوي دي، د چاودنې هدف د ملېشه عسکرو موټر وو، خو د چاودنې مسووليت سمدستي کومې ډلې نه دى منلى. بل لور ته بېګا شپه په يوه بله پېښه کې وسلوالو په افغانستان کې ناټو ځواکونو ته پر تېل وړونکي ټانکر ډزې کړي، چي ډرېور يې وژلى دى.

د شنبې په غرمه د کوټې ښار جنوب لور ته پر سرياب سړک د پوليسو تاڼې ته نيژدې د ملېشه ځواکونو يو موټر په ګزمه بوخت وو، چي بم پرې ور و چاودل شو. پوليس او مرستندوى کسان سمدستي د چاودنې ځاى ته را ورسېدل او د پېښې له ځايه يې ټپيان روغتون ته و رسول. د چاودنې ځاى ته څېرمه د لابراتوار کارکوونکى د پېښې عيني شاهد وايي:

«موږ پخپل لابراتوار کې په کار بوخت وو، ناببره مو د چاودنې ږغ واورېد، هوا ډزې هم وشوې، موږ نيژدې څلورلاري ته را ووتلو، ټپيان پراته وو او پوليس واخيستل يو يې وړل»

پوليس وايي د سړک له غاړې يوه رېړۍ ولاړه وه او چاودېدونکي مواد پکې ځاى پر ځاى شوي وو، چي د ملېشه سرتېرو د ګزمه کوونکي موټر په را رسېدو سره و چاودل شول. د پوليسو مشر جعفرخان د پېښې په ځاى کې له رسنيو سره په خبرو کې د چاودنې په اړه وويل:

«مالومېږي چي په يوه رېړۍ کې بم ايښول شوى، چي و چاودل شو، وزن يې تر درې کيلوګرامه زيات ښوول شوى او داسې ښکاري چي د ريموټ کنټرول بم وو. اتلس تنه پکې ټپيان شوي دي، چي يوه ماشومه- اته يا لس کاله عمر به يې وو- وژل شوې ده. په چاودنه کې لارويو ښځو او ماشومانو ته زيات زيان رسېدلى»

ځينې عيني شاهدين وايي، چي په چاودنه کې دوه ملېشه عسکر هم ټپيان شوي دي، خو پوليس مشر يې په اړه ناخبري و ښووله. په ټپيانو کې د څلورو تنو حالت نازک بلل شوى، چي د ښار نظامي روغتون ته وړل شوي دي.

دا چاودنه په داسې حال کې وشوه، چي په کوټه ښار کې د مارچ له دوه ويشتمې تر نهه ويشتمې نېټې پورې د لوبو د اوونيز فيسټوال په خاطر سخت امنيت نيول شوى وو او د ښار پر لويو څلورلارو پوليسو او ملېشه سرتېرو د هر ډول کوچنيو موټرو او رخشو تالاشۍ اخيستې.

د چاودنې مسووليت سمدستي کومې وسلوالې ډلې نه دى منلى، خو د داسې پېښو مسووليت تل خپلواکي غوښتونکي بلوڅ سازمانونه پر غاړه اخلي، چي هدف يې پوليس او ملېشه سرتېري وي.

بل لور ته د جمعې په ماښام د کوټې ښار جنوب لور ته په بولان سيمه کې وسلوالو د تېلو پر دوو ټانکرونو بريد وکړ، چي په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو ته تر تېل رسولو وروسته بيرته کراچۍ ته روان وو. لېويز پوليس وايي د څلورو موټرسايکل سپرو وسلوالو په ډزو د يوه ټانکر چلوونکى يا ډرېور وژل شوى او د بل ټانکر يو بل تن پکې ټپي شوى دى.

رپوټ: بارکوال مياخېل، کوټه
XS
SM
MD
LG