د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۴

ورکه شوې مالیزیايۍ الوتکه د نړۍ لپاره په یوه راز بدله شوې ده


د ورکې شوې مالیزیايي الوتکې د موندلو لپاره لټون لا هم کوم ځای ته نه دی رسیدلی.

ورکه شوې مالیزیايي الوتکه د ټولې نړۍ لپاره په یوه راز بدله شوې ده. درې اوونۍ وشوې چې دا الوتکه ورکه ده او برخلیک لا هم په بشپړه توګه نا څرګند دی.

په ټوله نړۍ کې له سلګونو میلونو کسانو سره دا پوښتنه ده چې؛ مالیزیايي الوتکه ولې او څه ډول ورکه شوې چې نه موندل کیږي؟

د دې الوتکې په لټون پسې تر شلو د زیاتو هیوادونو هڅې تر اوسه ناکامې شوې دي.

د ارام سمندر پر غاړو پراته هیوادونه تقریباً له شپیتو الوتکو او کښتیو سره شپه ورځ هڅه کوي چې؛ دا ورکه مالیزیايي الوتکه پیدا کړي. دوی په سمندر کې پر نامعلومو لیدل شویو شیانو د الوتکې د ټوټو ګومان کوي؛ خو په پای کې بیا هم ویل کیږي چې؛ لیدل شوې شیان د ترۍ تم شوې مالیزیايي الوتکې ټوټې نه وي.

د اسټرالیا صدراعظم ټوني ابوت نن د سیدني په ښار کې وویل؛ هغه ټوټې چې پرون په سمندر کې لیدل شوې وې د مالیزیايي الوتکې پاتې شونې نه وې:

”پرون هغه څه چې زه پرې پوه شوم، د پنځو الوتکو له خوا ځینې شیان په سمندر کې لیدل شوې وو. له بده مرغه په هغه ځای کې د شپږو کښتیو له موجودیت سره او د نویو سیمو په لټولو سربیره موږ ونه توانیدو چې کومه ټوټه تر لاسه کړو؛ له همدې کبله زموږ کار دوام لري.“

د مارچ د اتمې نیټه په شپه د مالیزیا د هوايي شرکت یوه الوتکه چې دوه سوه نهه دیرش کسان په کې سپاره او له کولالمپور څخه پیکینګ ته روانه وه؛ په لاره کې د رادار له هیندارو ورکه شوه.

وروسته د یو یا څو کسانو له خوا د دې الوتکې د تښتولو د احتمال په اړه وویل شول؛ خو تر اوسه هیڅوک نه پوهیږي چې دا الوتکه چیرې ده؟

دا مهال د دې ورکې شوې الوتکې په لټون کې اسټرالیا، مالیزیا، چین، جاپان، نیوزیلانډ، جنوبي کوریا او د امریکا متحده ایالات تر نورو ډيره برخه لري.

اوس په ډیرو رسنیو کې او همدارنګه د خلکو تر منځ د مالیزیا د هوايي شرکت د ( ایم ایچ ۳۷۰ ) الوتکې ورکیدل یو راز ګڼل کیږي.

تر اوسه هیڅکله داسې نه دي پېښ شوي چې؛ یو الوتکه دې د درې اونیو لپاره ورکه شي.

هر الوتکه یو خوندي تور باکس لري چې؛ په هغې کې یوه وړه پیغام استونکي دستګا نصب وي چې کولای شي تر دیرشو ورځو پورې په ټاکلي ساحه کې امواج واستوي او په دې توګه که الوتکه هر چیرې غورځیدلي وي، موندل کیږي. خو ویل کیږي چې که چیرې الوتکه د سمندر په تل کې وي ددې وړې دستګا امواج په مشکله د مځکې سطحې ته رسیږي.

اوس هغه هیوادونه چې ددې الوتکې لټون کوي، نهه ورځې وخت لري څو دا ترۍ تم شوې الوتکه د تورباکس د موجونو یا زیګنالونو له مخې پیدا کړي. تر دې وروسته دا زیګنالونه هم بندیږي او د لټون کار نور هم سختیږي.
XS
SM
MD
LG