د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۳:۱۶

پر شهزاده هري قزاقستان ته د تلو په خاطر نیوکې وشوې


په وروستیو کې د قزاقستان د جمهور رییس نورسلطان نظر بایف نږدې ملګرو د انګلستان د ملکې لمسي شهزاده هري ته بلنه ورکړه چې؛ د سکي لپاره دې هېواد ته ورشي.

شهزاده هري دا بلنه ومنله او تېره اونۍ په داسې قیمتي سفر چې ټول مصرف یې د قزاقستان ولسمشر ورکړی و؛ قزاقستان ته ولاړ.

نهه ویشت کلن هري او د هغه ملګرې کریسیدا بونس څلور ورځې د منځنۍ اسیا په دې بډای هېواد کې تېرې کړې؛ د سکي لپاره د قزاقستان غرنیومنطقو ته ولاړل؛ ولسي خوراکونه یې وخوړل او د غرنیو حیواناتو سیل یې وکړ.

خو د عفوې نړیوال سازمان پر دې چې شهزاده هري ولي د قزاقستان د ولسمشر د نږدې ملګرو دا بلنه منلې سخت انتقادونه کړي دي.

د بریتانې چاپ ډیلي میل ورځپاڼې د جمعې په ورځ په یوه رپوټ کې وویل چې؛ د دې سفر ټول مصرف د پيژندل شوي ترکي سیاستوال اونور اویمن زوی او ستر سوداګر بوراک اویمن ورکړی وو.

بوراک اویمن او د هغه شریک سرژان ژوماشوف په قزاقستان کې د څو ډيرو لویو پروژو مالکان دي.

دواړه سوداګر د قزاقستان جمهور رییس نور سلطان نظربایف ته نږدې ګڼل کیږي.

که څه هم د بکنګهم ماڼۍ ویلي چې؛ دا د شهزاده هري شخصي سفر و او د هغه ملاتړ یې کړی، خو د عفوې نړیوال سازمان دا سفر غندلی او د ملکې لمسی یې تورن کړی چې؛ په قزاقستان کې یې د بشري حقونو پر څرنګوالي سترګې پټې کړې دي.

د عفوې نړیوال سازمان ویلي:

"هري ته لازمه وه چې، د هغو خلکو په اړه هم فکر وکړي چې؛ له ده سره په غرني سفر کې نه وو ملګري. قزاقستان داسې هېواد دی چې پر بشري حقونو تیری کیږي؛ شدیده شکنجه کیږي او سیاسي مخالفین ځپل کیږي."

دا د انګلستان د شاهي کورنۍ او قزاقستان د چارواکو ترمنځ اول جنجال نه دی.

د شهزاده هري پر کاکا هم په دوه زره لس میلادي کال کې په دې خاطر چې د قزاقستان د ولسمشر پر زوم يې کور خرڅ کړی و؛ سخت انتقادونه شوي وو.

د قزاقستان ولسمشر نظربایف د نړۍ د ګاز، تیل او منرالونو د یوه غني هیواد په راس کې دی او هڅې کوي چې، له غربي رهبرانو سره د اړیکو د ښه کولو له لارې خپل هیواد په یوه نړیوال قدرت بدل کړي.

خو په قزاقستان کې د بشري حقونو د وضعیت څرنګوالی مخ په خرابیدو بلل کیږي.

د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان (Human Rights Watch) په خپل نوي رپوټ کې ویلي چې؛ په قزاقستان کې پر عمومي غونډو، د بیان پر ازادۍ او سیاسي مخالفینو بندیز ونه د زیاتیدو په حال کې دي.
XS
SM
MD
LG